پر امرالله صالح د بريد په اړه غبرګونونه؛ عبدالله د بريد د جدي څېړنو غوښتنه کړې

نن سهار د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني مخکنۍ څلور لارې کې چاودنه رامنځته شوه. د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح مطبوعاتي دفتر وايي، د دې چاودنې موخه د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح موټریز کاروان و.

د ولسمشرۍ مرستیال امرالله صالح په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې له دې پېښې روغ وتلی او لږ زیانمن شوی دی.

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې هېواد د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتوالی نیولی دی؛ خو د راپورونو پربنسټ ناامنۍ، هدفي وژنې او وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان حکومت د سولې د مرکه‌چي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم د کابل قره‌باغ ولسوالۍ کې تر وسله‌وال برید لاندې راغله او برسېرنه ټپي شوه.

د ولسمشرۍ ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ د احمدشاه مسعود د ترور ۱۹ تلین کې د وينا پر مهال ویلي و چې طالبان دې درک کړي چې سوله د دوی غوښتنو ته د تسلیمېدو په معنا نه ده.

د امرالله صالح په موټریز کاروان برید، غبرګونونه هم راپارولي دي.

ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ترهګر او د دوی بهرني ملاتړي د دې ډول جنایت په ترسره کولو سره نه شي کولای سوله او جمهوریت چې د خلکو اساسي غوښتنه ده، ضعيف کړي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې د ترهګرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه به دوام ولري.

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشرۍ ریاست په لومړي مرستیال برید غندلی او ویلي يې دي چې دا برید په داسې حال کې چې هېواد د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په حال کې دی او د افغانستان خلک د جګړې او وینې تويېدنې د بندېدو غوښتنه کوي، ښيي چې د سولې پيدا او پټ دښمنان د سولې د تامین غوښتونکي نه دي.

عبدالله له اړونده ادارو غوښتي چې د امرالله صالح په موټریز کاروان برید په جدي توګه وڅېړي.

د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال سرور دانش هم د ولسمشرۍ ریاست په لومړي مرستیال تروریستي برید د سولې برنامې صریح نقض بللی دی.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د امرالله صالح په موټریز کاروان برید چې له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندلی دی.

 رحماني وايي، د افغانستان د خلکو دښمنان د ترهګرو ډلو په ملاتړ هڅه کوي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل پر وړاندې تشه رامنځته کړي.

په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو، اروپايي ټولنې، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب، په افغانستان کې د امریکا سفارت او پاکستان هم دا برید غندلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، د دوی د موندنو پر بنسټ دا برید په یوه کراچۍ کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې برید کې ۱۰کسان وژل شوي او د امرالله صالح د ساتونکو په ګډون ۱۵کسان ټپیان شوي.

د پېښې شاهدان وايي، دا چاودنه د سړک ترغاړې د اېښودل شوي ماین له کبله وه چې د ګاز ډبو د چاودنې لامل هم شوه.

د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان برید چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو هم په دې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام