په ۱۳۹۳م لمریز کال کې افغانان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنېزو لوړو او ژورو سره سره بیا هم په هېواد کې د سولې ټینګښت هيلې يې درلودې، دغو هلو ځلو ته د رسېدو لپاره په خورا لیوالتیا شاوخوا ۸ میلیونه تنو د مخالفو وسله والو له لوري د ګواښونو سره سره د رایه ورکونې صندوقونو ته لاړل.
د ټاکنو پاېله د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه او له څو میاشتو ټاکنیزو ناندریو وروسته د ملي یووالي حکومت رامنځته کول و.
له دې ټولو سره سره افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وروسته له هغه، چې څوکۍ اشغال کړې د سولې په راوستو او ټینګښت یې ټینګار وکړ.
افغان ولسمشر د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په ۷مه د سوګند کولو په درشل کې په کابل کې وویل: " څرنګه چې تل پاتې سوله په هېواد کې د سیاسي ثبات اصلي رکن دی، د ملي یووالي حکومت ژمنه کوي، چې ټول موازي حکومتونو ریښې به له منځه یوسي" او ټولنیز عدالت به، چې د تل پاتې سولې بنسټ دی په هېواد کې تامین کړي.
غني ټینګار وکړ هغه ګواښونه او خنډونه، چې اوسمهال افغانستان ورسره مخامخ دی له پامه به ونه غورځول شي.
ولسمشر دا هم وویل، چې ځينې عربي هېوادونه د انفجار په حال کې دي او ځینې کړۍ غواړي، چې افغانستان د جګړې له هميشنۍ ډګر وګرځوي.
افغان ولسمشر غني چین او عربستان ته د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره سفرونه وکړل، کارپوهان د پردې ترشا د دغو سفرونو موخه پر پاکستان د فشار راوړل بولي او زياتوي، چې افغان ولسمشر غوښته د چين له لارې د سولې خبرو اترو په موخه پر پاکستان فشار راوړي.
د چين او عربستان له سفرونو وروسته ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر لاړ.
نوموړي خپل دغه درېيم سفر د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه وکړل.
افغان ولسمشر د پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه او وېره اچونه یې د دواړو هېوادونو په زيان وباله.
له بل لوري ملي یووالي اجرایه مشر عبدالله عبدالله " په سیمه کې د عدم تشدد عنعنې" په راټولیدنه کې وویل، چې سوله د افغانستان اړتیا او اساسي ضرورت دی، خو زياته يې کړه دا په دې معنا نه ده، چې د دې خاورې د خلکو د پت په بیه سودا وکړو.
عبدالله وویل، سوله د دې خاورې د خلکو د ریښتني حق غوښتنې په معنا ده.
د حکومت اجرايوي مشر زياته کړې وه، چې "تلاش په دې لاره کې یو سپېڅلې هڅه ده" او د ده په وينا دغه هڅه خلکو او سیاستوالو ته د روڼتیا او رسنیز پوهاوي له لارې ملي ګټې او د تېرو کلونو لاسته راوړنې، چې د افغانانو د پرلپسې مبارزو او سرښندنو پایله ده وساتلی شي.
ځينو رسنیو راپورونه خپاره کړل، قاري دین محمد چې د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو استازی دی ویلي دي، د افغانستان او طالبانو ترمنځ به ژر د سولې خبرې پېل شي.
د راپورونو پر بڼسټ قاري دین محمد د پردې ترشا له خبرو اترو وروسته، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په اسلام اباد کې وکړې قطر ته ستون شو.
د طالبانو دغه استازي په ځانګړو خبرو کې د ترکيې دولتي خبري اژانس ته ویلي طالبان دې ته چمتو دي، چې د افغانستان له دولت سره خبرې وکړي او ښايي دا خبرې په کابل کې تر سره شي.
له بل لوري د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت داخلي سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ په پاکستان کې د پټو خبرو اترو پخلی وکړ.
عزیز ویلي، چې پاکستان د منځګړي په توګه د افغانستان سولې په خبرو اترو کې رول لوبوي او له دې پرته بله موخه نه لري.
سرتاج عزیز دا ومنل، چې طالبان له جګړې ستړې شوي او د یوې سیاسي حل لارې په لټه کې دي.
د دې راپورونو په خپرولو سره ملي شورا غبرګون وښود.
سره له دې، چې د سولې له خبرو اترو یې خپل ملاتړ څرګند کړ، خو ټینګار يې وکړ، چې د ملي یووالي حکومت رهبران دې د تړلو دروازو تر شا د سولې ته د رسېدو او پاکستان ته د امتیاز ورکولو له هڅو ډډه وکړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې افغانستان په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د سولې د ټینګښت لپاره څه لاسته راوړنې لري؟
حوا علم نورستاني د سولې د عالي شورا غړې د ۱۳۹۳ لمریز کال د سولې عالي شورا د لاسته راوړنو په اړه وویل، د ښځو تر نامه لاندې د یوې کمپاین په لاره اچول" افغان ښځې، جګړه بس ده، موږ سوله غواړو" د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د سولې د ټنګښت په موخه ښځوڅخه د ۲۵۰ لاسلیکونو راټولو، بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو ته د دې شورا د غړو سفرونه د سولې د راوستلو لپاره، د ښځو وړاندیزونه د جګړې درول او له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پېلول، ملګري ملتونه او ولسمشر سره په دې اړه خبرې کول له هغو کارونو څخه دي چې دې شورا تر سره کړي دي.
فاروق بشر د حقوقو او سیاسي چارو کارپوه په دې باور دی، چې په تېر کال کې افغان چارواکو په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو په اړه ډېرې هلې ځلې وکړې.
بشر د پخواني ولسمشر هغو سفرونو ته، چې پاکستان او انګلستان ته یې کړي و په اشاره وویل، پاکستان هر ځل په افغانستان کې د سولې راوستلو په باب ژمنه کوي، خو له څو ورځو وروسته بیا خپلو کړو ژمنو ته شا کوي.
بشر زیاته کړه: " افغانانو په هر وخت کې څه د کرزي په دوران او څه د اشرف غني په وخت کې د سولې د ټینګښت لپاره یې هڅې کړې دي" د ده په وينا له بده مرغه تر اوسه دا روښانه نه ده، چې د سولې خبرې اترې له کومې ډلې سره وشي یا دالقاعده، داعش، طالبان، حکمتیار او یا د پاکستان د څارګرې ادارې سره؟
د سياسي چارو یاد کارپوه وايي، له هغې چې په پېښور کې پر یوه ښوونځي برید وشو پاکستان په دې پوه شو، چې د وېرې اچونې اور به د پاکستان لمنه هم وسوځوي، نو همدا و چې د افغانستان سره د سولې په خبرو اترو کې مرستې ته چمتو شو.
بشر وايي، د پاکستاني چارواکو سفرونه افغانستان ته او حکومت هڅې د سولې په برخه کې د هیلو کړکۍ پرانیستلې ده.
ولسمشر غني په درې ورځنې سفر سعودي عربستان لاړ او هلته يې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.
د جمهوري ریاست په خبر پاڼې کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو رهبرانو د اوږد مهالو اقتصادي اړیکو د پراختیا او د کابل او ریاض ترمنځ پر امنیتي او کلتوري اړیکو ټینګار کړي.
خبر پاڼې کې راغلي، د عربستان پاچا ډاډ ورکړی، چې د تل پاتې سولې او ټیکاو په راوستلو کې به هېڅ ډول مرستې ونه سپموي او له دې هېواد سره به په دوامداره توګه همکار وي.





