
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال ویلي، که چېرې پاکستاني پوځيان په تورخم کې خپلو تاسیساتو جوړولو ته ادامه ورکړي او دغه کړکېچ ته سوله ییزه حل لاره پېدا نه کړي، نو دی به له خپلې دندې استعفا ورکړي.
نوموړي پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته په تورخم کې هره پېښه رامنځ ته کيږي، نو د عواقبو پړه به يې د پاکستان حکومت پر غاړه وي.
همدارنګه نوموړي په خپل رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې تېره ورځ دی د پاکستان د پوځ پلاوي سره خبرې کړي او په اوربند او تاسیساتو نه جوړولو يې هوکړه کړې.
نوموړي زیاته کړې: "پرون ما د پاکستان د پوځ د پلاوي سره په لاندې ټکو خبرې کړي.
اول: اوربند؛ دویم: د ستونزې په اړوند په جګه کچه تماس، درېیم: د یو لوړپوړي هیئت په چوکاټ کې د خبرو له لارې د موضوع چټک حل، څلورم: د خبرو تر حل پوری د کار توقف".
کله چې اوربند اعلان شو، نو په ټولنیزو رسنیو کې ځينو داسې اوازې ګډې کړې، چې پاکستاني پوځيان یوځل بیا غواړي، چې په تورخم کې تاسیسات جوړ کړي.
د دواړو خواو د قرارداد خلاف پاکستاني ځواکونه غواړي، چې په صفري نقطه کې دروازه جوړه کړي او افغان سرحدي ځواکونه يې مخنيوي کوي.
خو خپله زاخیلوال بیا د ټولنیزو رسنیو دغه راپور په کلکه رد کړ او ويې ویل، چې دوی هلته په مرمیو لږېدلي سړکونه جوړوي نه دا چې پر هماغه دروازې يې کار پېل کړي وي.

خو اوس يې بیا لیکلي، چې د پاکستان له لوري د کار په پیل قطعاً توافق نه دی شوی او په همدې اړوند يې د پاکستان پوځ ته داسې پېغام استولی دی.
" نه یوازې دا چې د توقع خلاف تاسې کار نه دی درولی تر څو د خبرو له لارې حل ته فرصت ورکړئ، بلکې په غلطه مو داسې ښودلی، چې ستاسی د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسی دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم. که چیری تاسې کار و نه ځنډوئ، تر څو د خبرو له لارې د ا کړکیچ حل شي، نو دلیل نه پاتې کیږي، چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم. ددې موضوع د راتلونکي هرې ناخوالې عواقب به ستاسې په اوږو وي."
همدارنګه د سیاسي چارو کارپوه کابل خان تدبیر وایي، چې د زاخیلوال خبرداری د افغانانو په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې دواړو خواوته د عامو وګړو د پاڅو څخه سرچينه اخلي.
هغه وايي، که پاکستان په رښتیا هم خپل دا شان کړنو ته دوام ورکړي، نو د عامو خلکو او نړېوالو فشارونه به پرې زیات شي او په وینا يې دا به د پاکستان له پاره ناوړه پایلې ولري.
له بل لوري د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه طاهر هاشمي وايي، چې زاخیلوال ممکن د درېيو لاملونو له وجې دا خبرداری ورکړی وي.
لومړی دا چې افغانستان اوسمهال پوه شوی، چې تر يوې اندازې پورې نظامي پیاوړتیا ته رسېدلې او د خپلې خاورې څخه دفاع کول د نظامي پیاوړتیا له امله زیات نه سنجول کيږي، بلکې د خلکو نیت او ارادې پورې اړه لري.
هغه دویمه موضوع دا یاده کړه، چې باید دا کړکېچ د خبرو له لارې حل شي او د زاخيلوال د خبرداري درېیم علت يې دا یاد کړ، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کول هم یو اړین او تاثیرونکی ګام دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سلام وطندار ته د ځينو سرچينو له خوا راپور ورکړ شو، چې پاکستان له تورخم وروسته خپل سرحدي ځواکونه سپین بولدک ته څېرمه په وېش سیمه کې پیاوړي کوي او په صفري سیمه کې د نظامي ځواکونو او درنو وسلو د ځای پر ځای کولو چارې روانې کړي دي.
دغه راز د پکتیا په ډنډ پټان کې هم افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه په صفري سیمه کې د نظامي تاسیساتو له جوړولو منع کړي دي.
په کوټه کې ازاد خبریال عبدالرزاق برق تېره ورځ (چهارشنبه، جون میاشتې ۱۵مه) د ټیلیفون په کرښه سلام وطندار ته وویل، په خپلو سترګو يې لیدلي، چې د پاکستان زیات شمېر سرحدي ځواکونه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د وېش سیمي ته رسېدلي دي.
د ده په قول، له کندهاره هم امنیتي ځواکونه او زغروال ګاډي یادې سیمي ته رسېدلي او د تیارسئ په حال کي دي.
برق زیاتوي، اټکل کېږي، چی دلته به هم د تورخم په شان جګړه رامنځته شي.





