کورونا او طالبان؛ خلک له دواړو يو شان وېره لري

د کندوز ولايت يو شمېر اوسيدونکي او مدني فعالان په هېواد کې د کورونا ويروس له خپرېدو سره د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو پر پوستو له بريدونو هم وېره لري.

دوی په هېواد کې د جګړو له ښکېلو لوريو غواړي چې په دې سختو ورځو کې دې له جګړو لاس واخلي او دواړه دې د کورونا پر ضد مبارزه وکړي.

د کندوز مدني فعاله مرضیه رستمي وايي، دې او ملګرو له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې کمپاين پيل کړی؛ خو د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونو د خلکو اندېښنې راپارولي چې د کمپاين مخه يې نيولې.

نوموړې په دې ولايت د جګړو له ښکېلو غاړو وغوښتل چې اوربند وکړي او د کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کندوز د امنيې قومندانۍ وياند هجرت‌الله اکبري وايي چې طالبانو په مرکز او ولسواليو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۸ ځلې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي.

خو د طالبانو وياند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وايي چې طالبانو خپلو بريدونو کې ۴۰ سلنه کموالی راوستی.

د کندوز د سيمه‌ييزو مسوولانو په وينا په ياد ولايت کې په دې وروستيو ورځو د طالبانو له لوري ۵ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴ ټپيان دي او وايي چې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۷ ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولت په دې ورځو کې له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ټوله انرژي مصرفوي؛ خو طالبانو بيا په دښت‌ارچي، خان‌اباد، امام صاحب  او د مرکز د ملي اردو، د ملي پوليسو او سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې يې د دولت هڅې پڅې کړې دي.

د ټول هېواد په کچه تراوسه د کورونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۳ يې مړه شوی او ۵ نور بيا چوړ شوي دي.

عامې روغتيا وزارت د کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د هېواد لوی ولايتونه قرنطين کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام