کابل به څه وخت بيرته په برېښنا روښانه شي؟

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې له تاجکستان څخه وارداتي برېښنا د تخریب شوي پايې شاوخوا د افغان امنيتي ځواکونو په واسطه تصفیه شوي او د دغې پايې د بیا رغونې پر موخه کار روان دی.

همدارنګه د برېښنا شرکت مطبوعاتي مسوول وايي، چې پلازمېنه کابل ته به په نوبتي ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴ تر ۵ ساعتونو برېښنا ورکړل شي.

دغه شرکت وروسته له هغې د برېښنا جریان په ناببره ډول را کم کړ، چې د وسله والو طالبانو له لوري د بغلان ولایت په ډنډشهاب الدین سیمه کې له ازبکستان څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا مټه په بمونو والوزوله.

د راپورونو له مخې د تېرې سې شنبې (۲۶مه د نومبر) په شپه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې وسله والو طالبانو دغه مټه الوزولې ده.

په الوزول شوې مټې باندې د برېښنا ۲۸۰ میګاواته مزی تېر شوی و.

د برېښنا شرکت د نشراتو رییس وحید توحیدي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، تر هغه چې د ډنډشهاب الدین په سیمه کې د برېښنا مزی د انجینیرانو له لوري تړي کېږي؛ د کابل ښار هرې سیمې ته په نوبتي شکل په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ یا ۵ ساعتونه برېښنا ورکولای شي.

توحیدي زیاتوي، چې د پرې شوې ۲۸۰ میګاواټه برېښنا مزي په بدیل کې به ۱۵۵ میګاواټه برېښنا، چې۸۰ میګاواټه د تاجکستان او ۷۵ میګاواټه یې د کابل ترخېلو حرارتي بریښنا ده؛ ښاریانو ته وویشي.

له دې مخکې د بغلان ولایت چارواکیو ویلي وو، په دغه سیمه کې چې د برېښنا مټه الوزول شوې، د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د بغلان والي رسنیو ته ویلي و، چې د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی ژر تر ژره دغه مزی وتړي.

خو نوموړي نن ګهیځ تاید کړ، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ورغلي دي او ساحه یې د ماینونو له ګواښ څخه پاکه کړې ده.

له بل لوري وسله والو طالبانو ویاند ویلي دي، د دوی ملګرو دغه مټه نه ده الوزولې او دغه کار افغان امنیتي ځواکونو کړی دی.

د برېښنا شرکت مطبوعاتي مسوول وايي، چې سیمه اوسمهال د افغان پوځيانو په ولکه کې ده او زیاتوي، چې د بغلان سیمه ییز چارواکو ډاډ ورکړی، چې نن تر یوې بجې پورې به سیمه له ماینونو پاکه کړي.

توحیدي ټینګار وکړ، چې له سیمې د ماینونو پاکېدو سره سم به دوی د برېښنا پرې شوی مزی له ۶ــ ۸ ساعتونو وتړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام