د فرخندې په دوسیه کې به محکمې ته کابل امنيتي چارواکي هم حاضر شي

د پلازمينې کابل ابتدايه محکمې امر وکړ، چې د فرخندې د قتل په باب باید د کابل امنيه قومندان په ګډون د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمنو مشر او یو شمېر نور امنيتي مسوولین د سپيناوي له پاره حاضر شي.

په ابتدایه محکمه کې د فرخندې د قتل د دوسیې ارزونې په تړاو لومړنۍ ناسته کې ۴۹ تورن کسان هم محکمې ته راوستل شوي وو.

دغه محکمه نن د ( ۲۰۱۵ م زېږدیز/مای په ۲) په ډاګیزه توګه د کابل په ابتدایه محکمه کې جوړه شوې وه.

د محکمې قاضي په نننۍ ناسته کې اړوندو ارګانونو ته امر وکړ، چې د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي، د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رییس جنرال ظاهر ظاهر، د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال او د مخابراتو مدیر، د دویمې امنیتي حوزې د مخابراتو مسول او د کابل دوه نور امنیتي چارواکي، چې د فرخندې د قتل پر ورځ په ناغېړۍ تورن شوي؛ د محکمې په دویمه ناسته کې حاضر کړي او د محکمې پوښتنو ته ځواب ووايي.

محکمې همدارنګه د فرخندې په قتل کې د کابل د دویمې امنیتي حوزې د کشف امر تورن وګاڼه او څارنوالۍ ته یې امر وکړ، چې ويې نیسي.

په ياده ناسته کې د محکمې قاضي له خوا د فرخندې وهونکي، د هغې وژونکي او مړي ته یې اور اچوونکي اصلي عاملین وګڼل شول.

د شاه دوشمشېره جومات خدمتګار د دغو تورنو کسانو په لومړۍ درجه خطرناکه دوسیه لري.

د کابل د ابتدایه محکمې قاضي وویل، چې د شاه دو شمشېره جومات خادم هم په تورنو کسانو کې و او هغه يې د فرخندې په قتل کې د خلکو هڅوونکی و باله.

په ۴۹ تورنو کسانو کې د پولیسو  یو قومندان هم و هغه يې په خپله دنده کې د ناغېړې په تور محکمې ته حاضر کړی و.

محکمې همدارنګه د فرخندې په قتل کې د کابل د دویمې امنیتي حوزې د کشف امر تورن وګاڼه او څارنوالۍ ته یې امر وکړ، چې ويې نیسي.

۲۸ کلنه فرخنده له نوي ۱۳۹۴کال نه دوې ورځې وړاندې د کابل په شاه دوشمشېره کې د قرآنکریم د سوځولو په تور، د قهرېدلو کسانو له خوا ووژل او وسوځول شوه.

د محکمې په نننۍ ډاګیزه غونډه کې ۱۹ پولیس هم شامل و.

د محکمې قاضي په نننۍ علني محکمه د فرخندې د قتل په اړه د حقیقت موندنې کمېسیون له غړیو وغوښتل، چې په سبانۍ محکمه کې حاضر شي.

د فرخندې د قتل په تور د نیول شویو کسانو په پار نننۍ جوړه شوې ډاګیزه محکمه کې، چې په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپرېده؛ د ولسي جرګې دوو تنو ښځینه غړیو شینکۍ کړوخېل او فوزيه کوفي او یو شمېر مدني فعالانو ګډون درلود.

د فرخندې قتل په کور دننه او بهر زیات شمېر اعتراضونه او جنجالونه راوپارول.

اعتراض کوونکیو له دولته غوښتل، چې هر څومره ژر کېږي، د فرخندې قاتلین ونیسي او محاکمه یې کړي.

د فرخندې د قتل په څلوېښتمه ورځ یو شمېر کابل مېشتو مدني فعالانو او کابل مېشتو وګړیو له دولته د فرخندې د قاتلینو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

دغو اعتراض کوونکیو شاه دوشمشېره جومات ته مخامخ د فرخندې د وژل کېدلو صحنه نمایش ته وړاندې کړه.

د فرخندې د قتل په تور د نیول شویو کسانو د محکمې دویمه ناسته به، سبا د (مای په ۳مه) سهار نهه بجې برابره شي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د فرخندې له کورنۍ سره د کتلو پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړی و، چې د فرخندې قضیه به پخپله له نژدې وڅاري او د عاملينو سره به يې قانوني چلند وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام