د حکومت او وسله والو نه جوړېدو په صورت کې به ولس پخپله لاس په کار شي

د افغانستان د خلاصون عالي شورا وايي، د دې شورا مشر مولوي سید اکبر آغاء وایې، چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې رامنځته کېدل ولس له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.

دغه شورا چې د یونیم کال راپدېخوا د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي نن شنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۲۳) په کابل کې له ۳۴ ولایتونو څخه د خپلې شورا استازي راغوښتي و.

د افغانستان پر وړاندې خطرناکو مفکورو مخنیوی، توکمیز، سمتي اوژبني اختلافاتومخنیوی، د زده کړې د کچې لوړول دغه شورا یې خپلې موخې بولي.

اکبراغا زیاتوي، چې کله ولس یو موټي شي، نو بیا هغوی د تحميلي کار وړتيا هم پېدا کوي.

نوموړي وايي، چې له دې وروسته به د ننګوونو پر وړاندې چوپه خوله نه پاتې کیږي.

د افغانستان د خلاصون عالي شورا مشر زياتوي، چې په افغانستان کې به خپله ونډه اخلو او نورو خلکوته به هم ونډه ورکوو.

د بغلان ولایت څخه یو ګډونوال او د دې شورا غړی مولوي محمد قول د شته ستونزو سترلامل یو شمېر دیني عالمان وبلل او زیاته یې کړه، چې له هېواده بهر یو شمېر افغان دیني عالمان پر کورنیو د یني عالمانو د جګړې مشروعیت فتوا ورکوي او د لته عالمانو بیا پرهغوی د وژنې فتوا ورکوي.

ښاغلی محمد قول وایې بې پري قومي مشران او د یني عالمان  شته ستونزو ته د پای ټکی اېښودلای شي.

د غونډې ګډونوالو له دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د حکومت سره په سیاست کې اوږه په اوږه و دریږي او  له دې وروسته دې مذهبي اختلافاتو ته لمن نه وهي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام