کابل: د سولې دويمې غونډې د کوربتوب له پاره چمتو یو

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت اعلام کړی، چې د دغه وزارت له خوا د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو ترسره کېدو له پاره چمتووالی نیول شوی دی.

د دغو خبرو اترو لومړی پړاو د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شوه او په پام کې ده، چې په راتلونکي دوشنبې ورځ ( جنوري ۱۸مه) د افغان سولې د بهیر څلور اړخیزې غونډې دویم پړاو په کابل کې ترسره شي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندار ته وویل، چې په دغه پړاو کې به د خبرو اترو پر نقشې او کړنلارې خبرې وشي.

د مستغني په وينا، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودري، د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړی استازی دینګ شي جون او د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی اولسن به په دغو خبرو اترو کې یو له اصلي ګډون کوونکو وي.

د سياسي چارو کارپوه میاګل وثیق وايي، چې د امريکا او چين هېوادونو شتون به دغه خبرې اترې لا موثرې کړي.

هغه وايي، چې دغه دواړه هېوادونه په پاکستان کې پراخ نفوذ لري او دوی کولی شي، چې د خپل نفوذ څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو پاکستان مجبور شي، چې وسله وال طالبان د خبرو اترو میز ته کش کړي.

وثیق زیاته کړه، چې افغانستان نړېوالې ټولنې ته دا ثابته کړې، چې له تروریزم سره مبارزه یواځې د افغانستان داخلي جنګ نه دی او دغه جنګ بېلابېلې برخې لري.

له بل لوري ځينې سياسي شنونکي په دې اند دي، چې پاکستان د سولې په خبرو اترو کې دوه مخي کوي.

د افغانستان او پاکستان اړيکې په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو له کنفرانس وروسته یوځل بیا په ښه کېدو شو.

له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو لومړنۍ ناسته د تېر ۲۰۱۵ م ز کال په لومړيو کې پېل شوې؛ چې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر له مرګ وروسته دغه خبرې اترې تر يوې نامعلومې نيټې وځنډيدې او د کابل پر شاه شهيد سیمې له برید وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې په بې څاري ډول خرابې شوې.

په دې وروستیو کې د اسیا زړه هېوادونو په پنځمه ناسته کې پاکستان يوځل بیا د چين او امريکا د استازو په حضور دا ومنله، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به  مرسته وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام