په ورزګان او کندهار ولایتونو کې د سړک غاړې په ښخ شویو ماینونو د چاودونې له امله ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ورزګان ولایت سرپرست والي ویاند محمد نایاب سلام وطندار ته وویل، چې د ورزګان ولایت د زوتالا په سیمه کې و لسي وګړو یو سراچه ډوله موټر چې مرکز ترینکوټ ته په لاره و؛ چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېدلو.
د نایاب په وینا، په دغه پېښه کې ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي، چې د وژل شویو په ډله کې ۵ نارینه او ۱ ښځه ده.
دغه پېښه نن د (جون په ۶مه) غرمه مهال ۱۲ نیمي بجې شوې ده.
د چاودنې په ځای کې ۲ کوچنیان هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تېره ورځ د کندهار او شاه وليکوټ ولسوالۍ پر غځېدلې لاره د سړک غاړې په ښخ شوي ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۶ تنه و وژل شول.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، چې په دغې چاودنې کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي او د یوې کورنۍ پورې تړاو لري.
د والي د ویاند په خبره د ۶ وژل شویو له ډلې نه ۴ تنه مېرمنې او ۲ نارینه دي.
خپلواک د ماین چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچولهس.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.





