سره له دې، چې نننی افغانستان له ۱۴ کلونو وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان سره د پرتلنې وړ نه دی؛ خو د سیاسي، حقوقي او نظامي چارو شنونکي په دې اندي، چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته اوسني دولت له زیات شمېر فرصتونو ګټنه نه ده اخیستې.
د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر له ۱۱ راهیسې امریکا، نړیوالې ټولنې د امریکا پر مشرۍ د طالبانو رژیم و نړاوه او په بن کې یې د یو شمېر جهادي مشرانو او تکنوکراتانو په مشرۍ موقت حکومت رامنځته کړ.
په افغانستان کې د نوي نظام په پېل سره نړۍ په بې سارې توګه په هره برخه کې مرستې وکړې او په میلیارډونو ډالر دې هېواد ته راغلل.
سره له دې، چې افغانستان په دې کلونو کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې، خو یو شمېر شنونکي او حقوق په هان په دې نظر دي، چې افغان حکومت د مرستو په مدیریت او له دې مرستو څخه د ښې ګټې اخیستنې په برخه کې پاتې راغلی.
په دې اړه د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل وايي، د سپټامبر له ۱۱ را په دې خوا افغان حکومت د نړیوالو مرستو پر ځای لګښت له پاره ځانکړې پالیسي او پروګرام نه درلود او دا چاره په هېواد کې د بېوزلۍ، وزګارۍ او ناامنۍ لامل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په نظامي برخه کې د خورا زیاتو مرستو سره ـ سره افغانستان د یوې ځواکمنې او پر درنو وسلو سمبال اردو څښتن نه شو.
خو په ورته وخت کې د پوهنتون استاد، د سیاسي او حقوقي چارو شنونکی لطیف نظري په دې باور دی، چې د هېواد په دولتي ادارو کې ورځ تر بلې ډېرېدونکی مالي فساد، د دې ټولو ناتوانیو لامل دی.
نظري زیاتوي، نړیواله ټولنه او د امریکا متحده ایالات له ترهګرۍ سره په مبارزه کې چندانې بریالي نه وو او داسې ښکاري، چې په افغانستان کې له ۱۴ کلونو را وروسته نوې ترهګریزې ډلې ظهور کړی دی.
له بل لوري د سیاسي چارو یو بل شنونکی اسحاق اتمر وايي، د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر را وروسته د دغو فرصتونو زیات شمېر یې د افغانستان دولت په واک کې نه وو.
د اتمر پر اند، په خصوصي برخه کې په ځانګړي ډول د مخابراتو او فناورۍ
په برخ کې د پام وړ پانګونه شوې ده، خو دولت په دې برخه کې ښه نظارت نه در لود، دا مسله د خصوصي سکتور په پانګونه کې د ګډوډۍ لامل شوه.
نوموړي په دې ټینګار وکړ، چې افغان حکومت په تېرو ۱۴ کلونو کې له نشه یې توکو سره د مبارزې، ادارې فساد سره د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ښه بریالیتوب نه درلود.
د شمېرو له مخې په تېرو کلونو کې د نړېوالې ټولنې له خوا ۱۱۰ میلیارده ډالره مرسته شوې ده، خو په ورته وخت کې څېړنې ښيي، د دغو مرسته شویو پیسو ۲۰ سلنه یې په سم او ریښتنې ډول مصرف شوي دي.
ویل کیږي، چې د دغو مرستو زیاته برخه د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا حیف میل شوې ده.
له دې ټولو سره افغانستان د بشر حقونو، مدني ټولنو، د بیان ازادۍ، ښوونې او روزنې په برخه کې لاسته راوړنې لري، خو په هېواد کې وروستیو ناامنیو د دې وېره پیدا کړې ده، چې دغه لاسته راوړنې له لاسه لاړې شي.
همدا ډول ویل کیږي، هغه لاسته راوړنې، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې افغان حکومت یې لري د نړېوالو د مرستو له پرېکېدو به له جدي ګواښ سره به مخ شي.





