افغان ولسمشر محمد اشرف غني د "ريکا" اقتصادي ناستې په دويمه ورځ وویل، چې افغان حکومت به هيڅکله هم اداري فساد ته نوره اجازه ور نه کړي او د نړۍ هېوادونه په ډېر اطمينان سره کولی شي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه د ريکا اقتصادي ناستې په دویمه ورځ دا هم وویل، د افغانستان تدارکاتي سیسټم یو له هغو قوي سیسټمونو څخه ګڼل کيږي، چې خورا شفاف او په بشپړه توګه کولی شي، چې د اداري فساد مخنيوی وکړي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، چې هره اوونۍ له ۲ څخه تر ۳ ساعتونو پورې دوی، اجرایوي رییس او نور لوړ پوړي چارواکي يې په تدارکاتي سیسټم باندې مصرفوي او قراردادونه په خورا دقت سره څاري.
هغه د اسیا هېوادونو مشرانو ته په غونډه کې وویل، چې افغانستان غریب هېواد نه دی او هيڅکله به هم خپل اقتصادي کارونه له صفر څخه پېل نه کړي.
افغان ولسمشر د اسیا هېوادونو مشرانو ته وویل، چې افغانستان د اسیا او د نړۍ نورو هېوادونو د اتصال نقطه ده او د اسیا د اقتصاد له پاره باید د ټولو هېوادونو مشران يو فکر ولري.
غني زیاته کړه، چې د اسیا هېوادونو مشران باید د اقتصادي پرمختګ له پاره لومړی باید خپل خنډونه و پېژني او بیا یې د لرې کولو له پاره په يو منسجم فکر کار وکړي.
نوموړي د افغانستان هوا څخه نيولې تر اقتصادي بیخ بیناوو پورې د افغانستان د اهمیت په اړه رڼا واچوله.
ولسمشر محمد اشرف غني د ريکا غونډې په دویمه ورځ کې زیاته کړه، چې د اسیا اقتصاد د غوړېدا په حال کې دی.
له بل لوري په دغه ناسته کې د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې له دې وروسته به د نړېوالو مرستې د افغانستان سره يو طرفه نه وي، ځکه د افغانستان له مرستو پرته د اسیا او نړۍ هېوادونه نه شي کولی، چې پراخ اقتصادي پرمختګ ته ورسيږي.
هغه په خپلو خبرو کې د اسیا هېوادونو مشرانو ته وویل، چې اوس افغانستان د اسیا د زړه سره سره د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په مرکز بدل شوی.
له بل لوري د ترکمنستان د ماليې وزیر محمداووف وویل، اسیا یو قوي ترانسپورټي بیخ بنا ته ضرورت لري، ځکه دغه لویه وچه به د نړۍ د هېوادونو د پرمختګ په یو مهم موقعیت بدل شي.
همدارنګه د ایران د کورنيو چارو وزیر عبدالرضا رحمان فضلي وویل، چې ایران د افغانستان سوله د خپل هېواد او د سيمې هېوادونو په ګټه بولي.
هغه زیاته کړه، چې د ایران هستوي توافق د افغانستان او سيمې هېوادونو سره د نويو او ښو اړيکو پېل دی.
رحمان فضلي د افغانستان ناامنيو ته په اشارې سره وویل، چې په دغه هېواد کې له جنوب څخه شمال ته د جنګ انتقال د ایران د اندېښنې وړ مسله ده او هيڅکله نه باید تروریزم په ښه او بد تقسیم شي.
د هغه په خبره د نویو ترهګرو ډلو را برسېره کېدل به د ټولې نړۍ له پاره یو جدي ګواښ وي.
رحمان فضلي زیاته کړه، چې په سيمه کې اقتصادي همکاري به د ټولو هېوادونو په ګټه وي، ځکه په وينا يې اقتصادي همکاري به د ناامنيو مخه هم ونیسي.
هغه د خپل هېواد په استازيتوب ژمنه وکړه، چې ایران د افغانستان او سيمې د سوداګري له پاره هر ډول مرستې ته چمتووالی لري.
د ایران د کورنيو چارو وزیر عبدالرضا دا هم وویل، چې تهران او نوی ډهلي د چابهار بندر د جوړولو له پاره پوره چمتو والی لري او هندوستان به د ۸۵ میليونو ډالرو په لګښت سره د لسو کلونو په موده کې دغه بندر ورغوي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاته شي.
له بل لوري د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکې سوباتا مهتا وویل، چې هندوستان له ایران سره د چابهار بندر د جوړولو په چارو بوخت دی او هر څومره ژر، چې امکان ولري دغه بندر به ګټې اخیستنې له پاره چمتو کړي.
هغې زیاته کړه، چې د افغانستان راتلونکی اقتصادي موقعیت نړۍ سره وصلوي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت دغې چارواکې دا هم وویل، چې د افغانستان منابعو ویستل ډېرو کمو پېسو ته ضرورت لري او خورا زیاتې ګټې پکې نغښتې دي.
سوباتا زیاته کړه، چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ له پاره تر ټولو لوی خنډ د اتصال نه شتون دی.
هغې ترهګرۍ ته په اشارې سره وویل، چې د امنيتي ګواښونو په موجودیت کې به هيڅکله هم دغه اتصال را منځ ته شي.
نوموړې د کنفرانس ګډونوالو ته زیاته کړه، چې د ۲۰۰۵ م ز کال په شان په دغه کنفرانس کې هم شويو وعدو ته د عمل جامه اغوستلو له پاره خورا زیاتو پېسو ته اړتيا ده او باید په مالي سرچينو باندې يې فکر وشي.
له بل لوري د پاکستان د ملي امنیت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې پاکستان چمتووالی لري، څو د پېښور د چمن او جلال اباد ښار د اوسپنې پټلۍ په برخه کې کار وکړي او د تورخم اقتصادي دهلیز د رغولو په هم رغنده رول لوبوي.
د ویلو ده، چې د ریکا غونډه تېره ورځ د (اګسټ په ۳مه) نېټه په په بهرنیو چارو وزارت کې پېل شوه.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د خبرو پېل کې وویل، د ریکا ناسته د سیمې ټولو هېوادونو له پاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.
دغه غونډه په دې اړه وه، چې په راتلونکو ۱۰ یا ۱۵ کلونو کې د مرکزي اسیا اقتصاد له سوېلي اسیا سره و نښلوي او سیمه په یو اقتصادي مرکز بدله کړي.





