
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په اندړو ولسوالې کې تېره ورځ ماښام ناوخته ۱۲کسان وسله والو طالبانو وژلي دي.
د غزني والي ویاند جاوید سالنګي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه خلک څه وخت مخکې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو او پرون ماښام یې د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو کلي کې په ډزو وژلي دي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال وايي، چې وسله والو طالبانو دغه کسان دوه، درې ورځې مخکې د غزني ـ پکتیا او غزني ـ کندهار له لویې لارې تښتولي وو.
د دیسیوال په خبره، تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو هویت معلوم نه دی.
دی وايي، ښايي، چې د وژل شویو کسانو ځېنې یې نظامي کسان وي، چې څه وخت مخکې د غزني ـ کندهار په لویه لاره طالبانو نیولي وو.
په سویل ختیځ کې د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند حنیف رضايي وايي، چې وژل شوي کسان ولسي خلک دي.
له بل لوري د غزني په ولایتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ وکیل عبدالجامع جامع وايي، چې وژل شوي کسان پولیس او د ملي اردو سرتېري دي.
په دې اړه د اندړو اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له خوا وژل شوي کسان ۹ تنه دي، چې اووه هغه یې نظاميان دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





