د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې که څه هم د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب شل اوریز کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو کې د تېر ځل په څېر لوبې ونه کړې، خو بیا هم نړیوال جام ته ورسېد.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په یوه مهمه لوبه کې نه یواځې (پی این جي) لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ځای خپل کړ او تر څنګ یې د پنځم مقام په ګټلو سره د عمان خلاف د لومړۍ ماتې غچ اخیستلو چانس تر لاسه کړ، چې پکې بریالې هم شو.
افغان کرکټ بورډ وایي، چې ټاکل شوې ده، کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې سه شنبې په ورځ ماسپښین ۱ بجه د جولای میاشتې په ۲۸ مه نیټه هېواد ته راستنه شي.
شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې پر موخه په وروستي چانس لوبه کې افغانستان د پي این جي خلاف لوبه کې ښکلې لوبه وکړه او د نوروزمنګل د نیمه سلیزې له امله دغه لوبډله په ۶ وېکټو په ګونډو کړه.
دغه راز د پنځم مقام خپلولو لپاره په وروستۍ لوبه کې چې د ایرلینډ په ډبلین ښار کې وشوه؛ افغان کرکټ ملي لوبډلې په کې د عمان لوبډله د دولت ځدران، افتاب عالم او میرویس اشرف د ښکلي بالینګ په واسطه تر ۱۲۷ منډو راماته کړه او بیا یی هدف د نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواري او نبي عیسی خېل د ښکلې لوبې په کولو سره ۷ باله وړاندې د ۴ لوبغاړو په واسطه ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې دا سر په سر څلورم ځل شو، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کوي.
د افغانستان وروسته عمان هم په خپل کرکټ تاریخ کې نه یواځې له نړیوالې شورا سره د شل اوریزو نړیوالو لوبو درجه تر لاسه کړه او ترڅنګ یې د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ، هانګ کانګ، هالینډ او سکاټلینډ تر څنګ شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې که څه هم په شل اوریز نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو پر مهال په ګروپ لوبو کې ۲ لوبې د باران له امله وبایللې او د عمان پر خلاف د سترې ماتې له کبله په خپل ګروپ کی د لومړي مقام ګټلو چانس له لاسه ورکړ تو ورسره یې هانګ کانګ ته په ماتې خوړلو سره په روان جام کې سیمي فاینل ته هم لاره پیدا نه کړای شوه.
دا لومړی ځل وو، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو پر مهال له لومړي یا دوهم مقام څخه پاتې کېږي او د ۱۴ لوبډلو په کتار کې پنځم مقام خپلوي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان په خپل لومړي ګډون سره د دې سیالیو د اتلولۍ جام ګټلی و، خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې بیا له ایرلینډ وروسته دوهم مقام ګټلی و.





