هغه کس، چې د فېسبوک له لارې یې ۲۴ زره ټوکه کتابونه را ټول کړي

وسله والو طالبانو د موقت حکومت له جوړېدلو یو کال وروسته، د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دوی ښوونځی وسوزولو.

دی او همزولي یې له زده کړو بې برخې کړل.

ښوونځی یې پلار په خپله ځمکه جوړ کړی و، طالبانو یې کورنۍ ته ګواښ وکړ، دوی کندهار پرېښود او کابل ته کډه شول.

دا یو مطیع الله ویسا نومېږي او له کډې کولو وروسته یې په کابل کې ښوونځی ولوست.

نوموړي زغم ونه شو کړای، چې ماشومان او نوي ځوانان دې له زده کړو بې برخې شي، بلاخره خپل هوډ د کندهار معروف ولسوالۍ ته ورسولو.

مطیع الله هلته د قومي مشرانو په وسیله د طالبانو له لوري سوځول شوی ښوونځی بېرته پرانیست.

نوموړي په دې کار سره بسنه ونه کړه او د تړل شویو ښوونځیو د بېرته فعالولو له پاره یې نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړل.

مطیع الله ویسا په ۱۳۸۷ کال کې د قلم لار په نوم یو بنسټ جوړ کړ او د داوطلبه زده کړیالانو په مرسته یې د کتابونو راټولولو او د ښوونځیو د پرانیستلو کمپیان پیل کړ.

د قلم لار زیاته برخه رضاکاره زده کړیالان وو او د دوی موخه له زده کړو محروم شوي ماشومانو سره مرسته کول او د کتاب لوستلو کلتور دودول وو.

۳۱ ښوونځي

ویسا وايي، چې په سیمو کې د ښوونځیو د تړل کېدلو لامل یوازې طالبان نه دي، بلکې اداري فساد او د سیمې خلکو مخنیوی هم د ښوونځیو د تړلو لاملونه دي.

دی وايي، چې د دوی بنسټ په ۸ کالو کې د پوهنې وزارت او د سیمې د مشرانو په مرسته ۳۱ تړل شوي ښوونځي پرانیستي دي.

۲۴ زره ټوکه کتابونه

مطیع الله ویسا د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستلو ترڅنک، د کتابونو د راټولو کمپاین یې هم وکړ.

خو دغه کمپاین یې د ښوونځیو د پرانیستلو په پرتله بریالی نه و، خو اوس یې دغه کمپاین فېسبوکي کړی دی.

دوی ۴ میاشتې کېږي، چې خپل کمپاین فېسبوکي کړی دی، په دې موده کې یې ۲۴ زره ټوکه کتابونه راټول کړي دي.

د قلم لاره په هر ولایت کې یو داوطلب استازی لري، دغه کسان خپلې شمېرې د فېسبوک له لارې شریکوي او هغه څوک چې غواړي، خپل کتابونه دوی ته ورکړي؛ له دوی سره اړیکه نیسي.

ویسا وايي، له راټولو کړیو کتابونو نه یې په کندهار، هلمند، زابل، خوست او میدان وردګو ولایت کې شپږ کتابتونونه جوړ کړي دي او په پام کې لري، چې په دې کمپاین سره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کتابتونونه جوړ کړي.

هغه د ټولنیزو رسنیو د ښې کارونې په لټه کې دی، ویسا وايي، هر هغه څوک چې ټولنیزې رسنۍ کاروي؛ کولی شي، چې د ځان او هېوادوالو له پاره ترې ګټه واخلي.

هغه وايي، چې په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو له پاره باید حکومت له مدني بنسټونو سره یو ځای کار وکړي له سوداګرو غواړي، چې د دوی بنسټ سره موخې ته د رسېدلو له پاره مرسته وکړي.

د هغو شمېرو له مخې، چې د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۰۹ کال کې خپرې شوې وې، د افغانستان ۶۶ سلنه وګړي، بې سواده ښودل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام