بدخشان د لاجوردو د جنګ په اور کې

په شمال کې د شاهین قول اردو رییس ارکان غلام حېدر حېدر سلام وطندرا ته وویل، په بدخشان کې روان کړکېچ د لاجوردو د استخراج پر سر رامنځته شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په بدخشان کې مافیا د قیمتي ډبرو په نا قانونه قاچاق لاس پورې کړی دی.

هغه وايي، په بدخشان کې قیمتي ډبرې استخراج او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي.

د شاهین قول اردو د رییس ارکان په وینا، دولت باید په بدخشان کې د روان بحرا په اړه، چې د دې ولایت ځوانانو ژوند اخلي جدي اقدامات وکړي.

حیدري زیاته کړه، چې د بهرنیو ترڅنګ د بدخشان سیمه ییز وسله وال او یو شمېر سياسيون هم په دې قاچاق کې لاس لري.

اخوا ولسمشر اشرف غني وايي، چې د افغانستان بدخشان ولایت د څلورو عمده لاملونو له وجې د امنيتي ګواښ سره مخ شوی دی.

جمهور رییس غني، چې د حکومت له یو شمېر پلاو سره د بدخشان د امنیتي حالت ارزونې او په دغه ولایت کې د ملي اردو ۲۸ تنو سرتېرو د سرونو غوڅولو د ارزونې په موخه د ياد ولایت مرکز فېض اباد ته تللی و دغه خبرې کړې دي.

نوموړي په بدخشان ولايت کې د وروستيو ناامنيو په اړه وویل، چې د بدخشان ناامني څلور عمده لاملونه لري.

افغان ولسمشر زياته کړه، د ناامنۍ یو عمده لامل جرمي اقتصاد او دویم يې د غېر مسوولو وسله والو فعالیت دی.

همدارنګه جمهور رییس غني د بدخشان ولايتي مسوولینو او نورو مخورو ته په خپلو ويناوو کې وویل، په دغه ولایت کې وسله وال مخالفين د درېيم او ترهګرو شتون د څلورم عمده لامل په توګه پېژندلی شو، چې د بدخشان امنيت يې له ګواښ سره مخ کړي دي.

محمد اشرف غني دا هم وویل، د حکومت انځور د بدخشان څخه دا دی چې ختیځه، سویلي، لویدیځه او مرکزي آسیا سره ونښلوي.

هغه وايي، چې نړېوال ترهګر بیا برعکس غواړي، چې ختیځ بدخشان په خپله ځاله بدله کړي.

غني زیاته کړه، امنیتي ځواکونو په هلمند کې د ذوالفقار عملیاتو پر مهال پرمختګ کړی او ترهګر په دې باور دي، چې حکومت ته سقوط نه شي ورکولای.

د افغانستان ولسمشر وویل، چې ترهګر د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو  ۲۸ سرتېرو د سر په غوڅولو سره غواړي د افغانانو مرال کمزوری کړي.

افغان ولسمشر د بدخشان ځايي چارواکو او مخورو ته زياته کړه، چا چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ په پېښه کې ناغېړي او يا تېروتنه کړې وي د حکومت له قانوني چلند سره به مخ شي.

همداراز ده وویل، چې د بدخشان اداره ګټوره اداره نه وه او یو شمېر محدودو کسانو دغه ولایت انحصار کړی و.

له بل لوري ولسمشر وویل، کله چې دی ولسمشر شو نو د تېر حکومت څخه ورته ۱۳۵ میلیونه ډالره د بودجې کسر په میراث را پاتې شو.

او په وينا يې له بل لوري وسله والو مخالفینو په کلک هوډ سره دا پتېیلې وه، چې د افغانستان ۵ – ۶ ولایتونو پورې به سقوط ورکوي.

غني وویل، چې د بدخشان پېښه د نړیوالو ترهګرو او د ننګرهار ولایت نننۍ پېښه د داعش ډلې له خوا تر سره شوه.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب په دې ناسته کې د بدخشان خلکو او رسنیو ته وویل، چې بدخشان ته د ترهګریزو شبکو پام اوښتی دی.

هغه وايي، ترهګر غواړي د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو نفوذ وکړي.

ادیب د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د بدخشان په وردوج او راغستان ولسوالیو او خستک سیمو کې د ترهګرو له شتون څخه د پاکوالي په موخه باید پوځي عمليات ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام