
نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ دقیقې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې درنه چاودنه وشوه.
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بریدګرو د «کونټرپارټ» په نوم یو مرستندویه بنسټ چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې دی، په نښه کړی.
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړیو ځواکونو تراوسه د یادې ادارې ۱۵۰ کارکوونکي ژغورلي او عملیات لا هم روان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ځانګړي ځواکونه اوس هم د پېښې په ځای کې دي او له بریدګرو سره په جګړه بوخت دي.
تراوسه د یاد برید له کبله د اوښتې مرګژوبلې کره شمېر نهدی معلوم، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه د پېښې له ځایه ۱۸ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلهخوا ولسمشر محمداشرف غني او په کابل کې د امریکا سفیر پر یادې ادارې برید غندلی او هغه یې یو نه بښونکی عمل بللی دی.
وسلهوالو طالبانو د یادې پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګر یې اوس هم په سیمه کې دي.
د چاودنې په شاوخوا کې لویه څارنوالي او ځینې نور دفترونه، هوټلونه او پلورنځي موجود دي.
کونټرپارټ یوه امریکايي موسسه ده چې د امریکا له نړېوالې پراختیايي ادارې (USAID) سره همکاري لري.





