
د لوګر ولایت د کرنۍ او مالدارۍ رییس انجینیر همایون عمر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې سږکال د مڼو تولیدات "سم نیمايي" زیات شوي دي.
عمر وايي، په لوګر کې د مڼو زیاتوالي لامل د کرنۍ او مالدارۍ وزارت له لوري سلګونه بڼوالو ته د مڼو په برخه کې بشپړه روزنه او د ناروغیو ضد درملو مرسته کول بولي.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس وايي، چې د دغه ولایت مڼې په کورنیو او نړیوالو بازارنو کې ځانګړی ځای لري، خو اوسمهال د مارکېټ نشتوالي له امله بڼوال مڼې په نیمايي بیه په باغونو کې او یا هم د سړکونو په غاړو کې پلوري.
دغه اداره وايي، چې په لوګر کې د مېوو حاصلاتو د پلور او مارکېټ نشتوالي ستونزه یې د کرنې او مالدارۍ وزیر، کورنیو او نړیوالو موسسو سره شریکه کړې ده.
لوګر کې د کرنې وزارت د باغ جوړولو موسسې مشر صفیع الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل، چې د تېرو دوه کالونو راهیسې د دغه ولایت په مرکز پل علم او ځېنو لروپرتو ولسوالیو کې تر۶ سوه ډېرو بڼوالو ته یې د مڼو د ونو سالمې روزنې او تولیداتو په برخه کې روزنه ورکړې ده.
دی وايي، په پل علم، بره کي برک، محمداغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼ جوړولو ادارې له لوري د دغه ولایت بڼوالو ته روزنه ورکول شوې، چې څه ډول خپل حاصلات راټول او بازار ته یې وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د لوګر بڼوال هم وايي، چې د تېر کال په پرتله یې سږکال د مڼو حاصلات زیات شوي دي.
دغه بڼوال شکایت کوي، چې د خپلو حاصلاتو د پلور له پاره مناسب بازار نه لري او د سړکونو غاړو ته یې په نیمايي بیه پلوري.
یو تن بڼوال خلیل الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې "سږکال یې د مڼو حاصلات زیات شوي دي، خو ښه بازار نه لري. دی وايي، موږ یو من مڼې د یومن کچالو او رومیانو په بیه پلورو".

که له یوه اړخه د لوګر بڼوال د خپلو میوو له پاره مناسب بازار نه لري، خو له بل لوري په دغه ولایت کې د کورنیو او نړیوالو موسسو له لوري جوړې شوې سړې خونې هم له کاره لوېدلي او کروندګر په خپلو کورنو او بڼونو کې په دودیز ډول مېوې ساتي.
کریم الله وايي، چې د خپلو باغونو مڼې او نور حاصلات په دودیز ډول ساتو او په دغه ولایت کې جوړوې شوې سړې خونې له منځه تللي دي.
سردار محمد د مڼو یو تن سوداګر دی.
نوموړي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دوی یو خروار مڼې په ۱۲ زره افغانیو اخلي او تر ۲۰ زرو افغانیو په بیه یې پلوري.
د لوګر د مڼو حاصلاتو زیاتوالي خبره په داسې حال کې کیږي، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم په ګډون محمداغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې سلګونه بزګران د مڼو په پالنه او روزنه بوخت دي.





