.jpg)
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې په افغانستان کې په هر ګوټ کې په بریدونو کې ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه په نښه کېږي، خو افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی او دغه پرمختګ د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو او د دغو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په ښه توګه محسوس دي.
ښاغلی ینس ستولتنبرګ وايي، د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د دې غونډې د پرېکړې پربنسټ به له افغانستان سره مالي او نظامي مرستې د موجوده کچې برابر ترسره کېږي او ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او ملاتړ یې کوي.زیاتوي، وروستۍ پرېکړه به په راتلونکې میاشتې کې د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وشي.
د ناټو عمومي منشي وايي، چې ناټو له افغانستانه د سمونونو راستو، فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو لاسته راوړنو د خوندیتوب، ترهګرۍ او ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.
ینس ستولتنبرګ د افغانستان په جګړه کې د ځېنونو هېوادونو رول ته په اشارې وايي چې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر سیمهییزې کړنلارې بحث وشو او ناټو د سیمې له هېوادونو غواړي چې د ملي یووالي حکومت ملاتړي ووسي.
دغه راز د ناټو عمومي منشي له خبري غونډې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس خبریالانو ته وویل، د دې سازمان د دفاع وزیرانو د نن ورځې په غونډه کې د ناټو ۴۱ غړیو هېوادونو له افغانستان سره د ژمنو په دوام ټینګار وکړ.
جیمز متیس وايي، په دې غونډه کې د دیموکراسۍ خوندي ساتلو په موخه مهمې پرېکړې ونیول شوې او د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې به یوشمېر نورې مهمې پرېکړې هم وشي.
اوربند؛ د سولې زمینې برابرولو په لور ګام
د طالبانو پروړاندې د افغان حکومت یو اړخیز اوربند د غونډې د بحث بله موضوع وه. د ناټو عمومي منشي د افغان حکومت اوربند اعلانول یو مېړانه او بېساری کار وبللو. ښاغلی ینس ستولتنبرګ وویل، دمګرۍ طالبان باید پرېکړه وکړي او له فرصته ګټه پورته کړي.
.jpg)
دغهراز ښاغلي متیس وايي، له طالبانو د ناټو غوښتنه د افغان حکومت له دې اوربند سره هوکړه ده او د خبرو اترو میز ته کېناستل دي. متیس وویل، د طالبانو پروړاندې د افغان حکومت د اوربند نه، د ناټو ملاتړ موخه د سولې خبرو ته زمینه برابرول دي.
د امریکا دفاع وزیر هم د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په موخه له اوربنده ملاتړ کوي او زیاتوي چې د طالبانو پروړاندې د افغان حکومت دریځ پياوړی دی.
هغه وايي، سره له دې چې طالبانو خونړي بریدونه ترسره کړي، خو په ټوله کې دغه ډله د پلانونو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده او د دغې ناکامۍ دلیل له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکايي او ناټو ځواکونو همکاري ده.
په نړۍواله کچه د داعش پر وړاندې مبارزه او د کړکېچونو حالتو لهپاره د ځانګړو واحدونو جوړل د دې غونډې له نورو بحثونو وو.
افغان ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې له ۲۷مې د کوچني اختر تر ۵مې نېټې پورې د طالبانو پرړواندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.
ولسمشر غني د پنچ شنبې په ورخ ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د افغان وسلهوالو طالبانو پر وړاندې خپل ټول یرغلیز عملیات ودروي؛ خو په ورته وخت کې یې وویل چې د القاعده، داعش او نورو نړۍوالو ترهګریزو ډلو پر وړاندې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزی طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ګدون کړی دی.
اوسمهال ناټو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په شمول ۱۶ زره سرتېري لري او دغه سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په اډانه کې د افغان سرتېرو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.
په دې اړه لاندې سرلیکونو کې ولولئ
د ناټو عمومي منشي: افغانستان ته ۳زره نور سلاکاران وراستوو





