ناټو: د بهرنیو ځواکونو د وتلو قیمت په افغانستان کې له پاتې کېدلو ډېر دی

د ناټو عمومي قوماندان ینس ستولتنبرګ وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو قیمت له‌دې نه ډېر د چې په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي ستولتنبرګ چې د ناټو غړیو هېوادونو د وزیرانو کنفرانس په خبري غونډې کې بروکسل کې وویل چې ناټو نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شي.

د ناټو عمومي قوماندان وویل چې القاعده او داعش په افغانستان کې فعال دي او دا چې دا ډلې نړۍ هم تهدیدوي؛ زموږ حضور په افغانستان کې د نړۍوال امنیت د دفاع په معنا دی.

ده زیاته کړه چې افغانانو په پارلماني ټاکنو ثابته کړه چې راتلونکې ته هیله‌من دي.

ښاغلی ستولتنبرګ ټینګار کوي چې ولسمشريزې ټاکنې په افغانانو پورې تړلې دي او هغوی په هر حالت کې له دې بهیره هرکلی کوي.

د ناټو غړیو هېوادونو د وزیرانو غونډه داسې مهال جوړېږي چې څه موده مخکې د افغانستان په محوریت د جینوا غونډه وشوه. افغان ولسمشر محمداشرف غني په‌دې غونډه کې وویل چې افغان حکومت په څوو کلونو کې وښوده چې له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره ـ سره بیا هم افغانان راتلونکې ته خوشاله دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام