
د پروان ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې ناپېژندو وسله والو د بګرام ولسوالۍ په شاکاه سیمه کې یو سراچه موټر له ټولې سپرلۍ سره په ګولیو ویشتلی دی.
د پروان امنیې قوماندان محمد زمان مموزي د پېښې په تایید سلام وطندار ته وویل، په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
مموزی وايي، په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وویل، ټول وژل شوي کسان د بګرام هوايي ډګر ساتونکي وو.





