
د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري وايي چې نن غرمه نږدې ۱۲ بجې څو وسلهوالو کسانو د غزني الرهرا جومات پر ساتونکیو ډزې کړي. دا جومات د غزني په مرکز امیرمحمد خان کلا په سحا کې دی. په برید کې یو ملکی وګړی ټپي شویدی.
د فقیري په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
امنیتي چارواکیو تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې هم د دې برید د مسوولیت په اړه څه نهدي ویلي.
نن د عاشورا لسمه د امام حسین د شیهدېدلو له تلین سره برابره او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.





