د ارزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب سلام وطندار ته د ټېلفون په لیکه وویل، چې د تېرو ۱۷ ورځو را په دې خوا د ترینکوټ اوګیزاب ولسواليو ترمنځ لويې لارې پر سر د خلج په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه وه، چې د امنيتي ګډو ځواکونو له لوري وروسته له شپږ ورځنيو چاڼیزوعملیاتو د وسله والو مخالفانو څخه پاکه شوه.
د نایاب په خبره، په دغه جګړه کې ۱۷ تنه وسلوال وژل شوي، ۸ نور ژوبل او ۲ افغان ځواکونه ټپیان شوي دي.
د دوست محمد نایاب په وينا د ژوبل شويو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
له بل لوري د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ جنایي مدیر ګلاب خان وايي، چي په سیمه کې د پولیسو له لوري په دغو چاڼیزوعملیاتو کې ۴۰ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او خنثا شوي دي.
د ويلو ده، چې تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دغو عملیاتو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.





