په کابل کې جنايي جرمونه زیات شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې په کابل ښار کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، هر ورځ پولیس له ۵ تر ۱۰ تنو په بېلابېلو جنايي جرمونو نیسي.

د صدیقي په خبره، پولیس له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه دي او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې لاس رسی کم شوی دی.

د دې وزارت ویاند وايي، د امنیتي ګواښونو زیاتېدل د جنايي جرمونو د زیاتېدو بل لامل دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند له خلکو غواړي، چې د مجرمانو په پېژندلو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د نظامي چارو پوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، دقیق نظارت نشتوالی، له سرتېرو سره د مسوولینو دوه ګونی چلند د جنايي جرمونو د زیاتېدو اصلي عامل دی.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، د کابل ښار د پولیسو سرتېري د بېلابېلو خلکو له خوا ګومارل شوي؛ دوی یوازې معاش خواره دي او خپلو دندو ته پام نه کوي.

د دې شنونکي په باور تر هغې چې د کابل ښار امنیتي مسوولین خپل مسوولیتونه په سم ډول درک نه کړي، د ښار په امنیتي حالت کې ښه والۍ نه راځي.

د نظامي چارو بل شنونکی جنرال زلمی وردګ وايي، د امنیتي بنسټونو ترمنځ نه همغږي او مداخله د دې لامل شوي، چې په ښار کې جنايي پېښې زیاتې شي.

د وردګ په خبره زیات شمېر امنیتي مسوولین د مصلحتونو په اساس ګومارل کېږي، چې په دندو کې بیا پاتې راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې زیات شمېر ښاریان په ښار کې د خپل سره وسله والو له موجودیت نه شکایت کوي او وايي، چې امنیتي مسوولینو د ناقانونه وسلو د ټولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام