
په هرات کې محلي مسوولان په دغه ولایت کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د دوو ښځو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دا پېښه پرون مازدیګر د هرات ښار په حوض کرباس سیمه کې شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي، یادې ښځې چې په یوه زرنج کې سپرې وې، د ناپېژنده وسلهوالو له لوري چې پر موټرسایکل سپاره وو، وژل شوې دي. د جلالي په وینا، دا دوه ښځې ۲۵ او ۳۰ کلنې دي او پر سر او نس باندې یې مرمۍ خوړلې دي.
پولیسو د دغو ښځو جسدونه روغتون ته لېږدولې دي. ویل کېږي چې په یاد زرنج کې ۳ ښځې سپرې وې، خو یوې ښځې ته یې زیان نه دی رسېدلی او د زرنج چلوونکی بیا ټپي دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه او عاملان یې هم تښتېدلي دي.
د هرات د امنیې قومانداني مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.





