پروان کې یو هلک او جلۍ د میینتوب په تور وژل شوي

د پروان ولایت ځايي مسوولین وايي، د یو هلک او جلۍ مړه جسدونه یې پیداکړي دي.

د مسوولینو په وینا، پولیسو تېره شپه دغه جسدونه د چاریکارو ښار په څنډه کې د کوز خواجه سیاران په کلي کې د ګزمې په وخت پیداکړي دي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار سلام وطندار ته وویل، د پولیسو د پلټنو له مخې، هلک او جلې د میینتوب اړیکو په تور د جلۍ د ورور له خوا وژل شوي دي.

د والي ویاندې په خبره، په قتل تورن کس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

دوه ورځې مخکې هم د پروان ولایت په خواجه سیاران کلي او جبل السراج ولسوالۍ کې دوه مېرمنې وژل شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام