
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې تېره اونۍ په ایران کې د دغې ولسوالۍ ۷ تنه د نشه یې توکو د قاچاق په تور اعدام شول او ۲۵۰ تنو نور یې د اعدام په تمه په زندان کې پراته دي.
د اعدام شویو دریېو کسانو جنازې نن (پنج شنبه) د تخار مرکز تالقانو ته راوړل شوې؛ کورنیو او خپلوانو یې د اعتراض په دود دغه جنازې درې ساعتونه ولایتي ادارې مخې ته ایښې وې.
دغو اعتراض کوونکو د بشر حقونو بنسټونه د دغو اعدامونو په برخه کې په ناغېړۍ تورن کړل او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د دغو اعدامونو مخه دې ونیسي.
د اعدام شویو کسانو د کورنیو غړي وايي، چې په ایران کې عدلي او قضايي بنسټونو مسولین په اعدام محکوم شویو کسانو د خوشې کولو له پاره پیسې غواړي.
د تخار د والي ویاند سنت تیمور وايي، چې د کلفګان ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي.

د ده په خبره، دغه کسان ایران ته د نشه یې توکو د قاچاق کولو پر مهال نیول شوي دي او د دغه هېواد د قانون له مخې په اعدام محکومېږي.
تیمور وايي، چې په کلفګان کې د نشه یې توکو د قاچاق کولو یوه لویه شبکه موجوده ده.
ده وویل، چې تر اوسه پورې یې ۱۰۰ قاچاقبران نیولي دي.
په ایران کې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اعدام مسله څه نوې خبره نه ده، بلکې تېر کال یې هم ۵ تنه اعدام کړي وو.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغو اعدامونو د مخنیوي په برخه کې یې هڅې کړي دي خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.
دغه چارواکي وايي، چې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق کولو زیاتوالی او په ایران کې د ځېنو کسانو اعدام لامل اوزګارتیا ده.





