پر کندوز د طالبانو ډله‌ییز برید

پر کندوز ښار د طالبانو ننني برید په پایله کې، د کندوز ـ تخار لویه لار وتړل شوه.

د کندوز د امنیت امر صفي‌الله محزون وايي، طالبانو نن سهار پر زرخرید او چرخاب سیمو چې د کندوز ښار په څو کیلومترۍ کې دي، بریدونه وکړل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

خو د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، د امنیتي ځواکونو مدیریت کمزوری دی او که د دې ولایت امنیتي وضعیت کنټرول نه‌شي، جګړه به د کندوز ښار تر دروازو راورسېږي.

د نوموړي په وینا، وسله‌والو طالبانو د کندوز ـ تخار پر لویه لار پرتو پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې یاده لار تړل شوې ده.

بلخوا د طالب ډلې یو ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم د دوی له لوري پر کندوز بریدونه مني او وايي چې اوس‌مهال هم د امنیتي ځواکونو پر ۱۷ پوستو د دوی بریدونه دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام