بلخ کې د محرم پر ویر کوونکو برید ۱۵ کسان وژلي دي

د افغانستان په بلخ ولایت کې د عاشورا په مراسمو کې ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وايي، د عاشورا د ویرکوونکو لاریون په سړک روان و پرې بمي چاودنه شوې.

د بلخ د سرپرست والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته وویل، چې بم د برېښنا یوې ستنې کې ځای پر ځای شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه د دغو بریدونو پړه کومې ترهګرې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي، چې تېره شپه د کابل په سخي زیارت کې ځانمرګي برید کوونکو لږترلږه ۱۸ تنه ووژل او ۶۲ نور ژوبل کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق نن رسنیو ته وویل، دوی راپورونه ترلاسه کړي وو چې داعش او لشکر جنګوي په افغانستان کې د عاشورا پر مراسمو د ۲۰ بریدونو پلان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام