د لوګر په مرکز پل علم کې نن سهار د (اګسټ په ۳مه) سلګونو کسانو د پاکستان هېواد له لوري د افغان دولت د سولې پروسې د کډ وډولو، پر افغان خاوره د تېري او له افغان ګډوالو سره ناوړه د چلند پر وړاندې لاریون وکړ.
لاریون چې کابو دوه ساعته یې دوام وکړ؛ د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو د اوسېدونکو تر څنګ د لوګر ولایتي شورا غړیو او محصیلنو په کې ګډون کړي و.
لاریون کوونکو د یو پریکړه لیک له مخې له پاکستان هېواد نه غوښتنه وکړه، چې نور د افغانستان د سولې پروسه ګډې وډې نه کړي.
بل لورته د لوګر د ولایتي شورا، علماوو شورا او سولې شورا غړو له لاریون وروسته یوې خبري غونډې کې وویل، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان د سولې او امن دوښمن دی.
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي، چې د لاریون مشري یې کوله، وویل، ملا اختر محمد منصور د پاکستان په لارښوونه د افغانستان د سولې پروسه تخریبوي.
ښاغلي ستانکزي ملا اختر محمد منصور د اسلام او افغان سولې دښمن وباله او له افغان طالبانو نه یې غوښتنه وکړه، چې له نښتو لاس په سر شي.
بل لورته د لوګر د علماو او سولې شورا رییس مولوي اسدالله حنیف وویل، تر هغه چې په افغانستان کې له افغان طالبانو سره د نښتې اوربند اعلان نه شي؛ سوله ناشوني ده.
هغه وویل، افغان طالبان په خپل لاس خپل وطن او خپل افغانان وژني.
ټاکل شوې وه، چې د سولې خبرو اترو د دویم پړاو غونډه د تېرې جمعې په ورځ د (جولای په ۳۱مه) په پاکستان کې جوړه شي، خو د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې له خبرونو سره سم، د پنجشنبې په ورځ د (جولای په۳۰مه) د طالبانو له خوا د دویم پړاو د ناستې د خنډېدا غوښتنه وشوه.
تر اوسه د سولې د خبرو اترو په تړاو د دویمې ناستې په اړه کره ځای او نېټه نه ده څرګنده شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط نړېوالو رسنيو ته ویلي، چې دوی به هڅه وکړي، څو د طالبانو نوی مشر افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو میز ته حاضر کړي.
د ملاعمر د مړينې خبر له خپرېدو څخه وروسته د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور په خپل پېغام کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې د دښمنانو تبلیغات وباله او خپل جنګيالي يې په افغانستان کې د جګړې ادامې ته و هڅول.





