د طیب اغا استعفا د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو پرده پورته کړه

د طالبانو په منځ کې په داسې حال کې درزونه ډېر شول، چې د جنګ فصل اوج ته رسېدلی دی.

وروستي راپورنه وايي، چې په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید طیب اغا له خپلې دندې استعفی کړې.

د دوشنبې پر ورځ د (اګست په ۴مه) الجزیرې ټلویزیون د ملاطیب اغا استعفا لیک ترلاسه کړی دی.

په دغه لیکلي پيغام کې ویل شوي، چې د ملاعمر د مرګ پټ ساتل او د سولې خبرې؛ د پاکستان له خوا پيلېدل سترې تېروتنې وې.

د ده پر وینا، د طالبانو نوی مشر باید هم په افغانستان کې دننه ټاکل شوی وی.

طیب اغا په خپل دغه خپور کړي بیان کې دا هم ویلي، چې د ملا عمر له مړینې وروسته د بهر اوسېدونکو له خوا د ملا اختر منصور د طالبانو د مشر په ډول ټاکل؛ یوه ستره تاریخي تېروتنه وه.

په بیان کې ویل شوي، هر کله چې له افغانستان نه بهر د افغانستان چارو لپاره یو مشر ټاکل شوی هېواد ته یې تاوان رسولی دی.

طیب اغا لیکلي دي، د دې لپاره چې خپل ضمیر ته خجالت او رهبر د دریځ او پالیسۍ نه انحراف ونه کړي؛ په پوره غور سره یې په قطر دفتر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر له مشرولۍ استعفا کړې ده.

هغه لیکلي دي، چې اوس د اسلامي امارت په هر ډول پيغام، بیان او فیصلې کې کار نه لري او د هیڅ جنګي ډلې ملاتړ نه کوي.

طیب اغا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا عمر سېکرتر وو. دی په ۲۰۰۹ز کال کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو.

یو شمېر سرچینې وايي، چې د سید طیب اغا د مړینې په اړه دوه کاله وړاندې هم د استفعا دغه ډول خبرونه خپاره شوي وو، چې بیا وروسته دروغ شول.

د طالباني چارو کارپوه وحید مژده د سید طیب اغا د استعفا علت د ملا عمر د مړینې څخه د ده بې خبره پرېښودل وو. په وینا یې ده به په قطر دفتر کې له سیاسي ديپلوماتانو سره په خبرو کې ژمنه ورکوله، چې د هر څه په اړه له خپل مشر ملا محمد عمر سره په اړیکه کې دی، په داسې حال کې چې هغه دوه کاله وړاندې مړ شوی و.

مژده د سید طیب د استعفا بل دلیل دا ګڼي، چې ملا محمد عمر د ژوند تر پایه پاکستان ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړ؛ نو د طالبانو نوي مشر هم باید په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې ټاکل شوی وی.

مژده د طیب اغا استعفا د سولې د خبرو اترو په برخه کې ګټوره نه بولي، هغه وايي، هیڅوک به تر یوې معلومې مودې پورې د سولې خبرو اترو د پیلولو جرات ونه کړي او تر هغې چې د دوی تر منځ اختلافات نه وي حل شوي؛ د سولې خبرې به پیل نه شي.
د چارو د شننونکو په اند د طیب اغا له دندې پرېښودلو دا جوتېږي، چې د ملا عمر د مړينې د خبر له پخلي وروسته د دوی ترمنځ پراته اختلافات را څرګند شول.

له دې وړاندې هم ځینو نورو طالب مشرانو د طالبانو په ډله کې د وروستيو بدلونونو په اړه غبرګونونه ښودلي وو.

شننونکي وايي، چې دا به وروستی نه ځل نه؛ بلکې نور لوړپوړي طالب چارواکي به هم په نېږدې راتلونکې کې د طالبانو لیکې پرېږدي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام