د فراه والي: په پولیسو کې د مخالفانو نفوذي کسان موجود دي

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي چې د پولیسو د تلفاتو د زیاتوالي یو علت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو حضور دی.

د فراه والي زیاتوي، د ځېنو امنیتي پوستو قوماندانو پرته له څېړنو او تحقیق نه په‌خپل‌سري ډول داسې سرتېري ګومارلي چې په یو ډول نه یو ډول له مخالفانو سره په اړیکه کې دي او دې ستونزې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه کړې‌ده.

ښاغلی سالنګي وايي، چې له نږدې یې د ملي اردو او نظام‌ عامه پولیسو ډېرې پوستې او موندنې یې ښيي چې له پوستو دننه له طالبانو سره اړیکې لرلو د امنیتي ځواکونو ځاني زیانونه ډېر کړي‌دي.

د فرا والي د امینتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي، د طالبانو پراخ فعالیتونه، د تجهیزاتو کمښت او د امنیتي ځواکونو د کم او نامنظم تشکیل نور هغه عوامل دي چې په‌دې ولایت کې یې د امنیتي ځواکونو ځاني زیان ډېر کړی‌دی‌.

عبدالبصیر سالنګي زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په پار یې یو پلاوی ټاکلی چې ټولې پوستې وڅېړي او خپل‌سري ګومارل شوي اشخاص ترې ګوښه کړي.

د فراه والي همداراز وايي چې د دوی د ارزونو پر بنسټ په ۱۰ ولسوالیو او د دې ولایت په لارو کې ۶زره ۳۵۰ تنه طالبان فعالیت لري چې د امنیتي ځواکونو تګ ـ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی.

د فراه والي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ځېنو راپورونو په اساس په تېره یوه میاشت کې د طالبانو له لوري شاوخوا ۴۰ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام