په غور کې” له وړو نه تر زړو پورې” د ۳۰ تنو د وژل کېدو کیسه

داعش وسله والو دوه ورځې وړاندې ( سه شنبه ماښام اکټوبر۲۶مه) شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي په غور ولایت کې په ډزو ووژل. له دوی څخه یو تن د غوث الدین په نوم هغه ۱۴ کلن هلک دی، چې له دې پېښې ژوندی پاتې شوی. هغه د دغې قضيې شاهد دی او خپل د سترګو ليدلی حال بیانوي، چې څنګه دوی وتښتول شول، څنګه دوی ووژل شول او دی څنګه له دغې پېښې ژوندی پاتې شوی.

۱۴ کلن ماشوم غوث الدین وايي، د خس ټولو په موخه، چې د میاشتې ۳۵۰۰ افغانۍ ورکول کېده د فېروز کوه ښار په کاسی سیمه کې د خپل کار په وروستي وخت کې د داعش وسله والو له خوا سره د نورو ملګرو نیول کيږي.

غوث الدین وايي، داعش وسله والو د دوی ټولو ملګرو سترګې وتړلې او کله چې وسله والو خپل مقصد ته ورسول، نو د دوی شمېر شاوخوا ۴۰ تنو ته رسېده.

هغه زیاتوي، چې د ده په ګډون ټول اسیران بزګران وو او د یو څو مړۍ ډوډۍ د پېدا کولو په موخه په غرونو کې لرګي او خس ټولو باندې بوخت وو.

د دغه ماشوم پر وینا، کله چې دوی ونیول شول، نو داسې نه برېښېده، چې ګني د دوی ملګري به د داعش وسله والو له خوا ووژل شي.

خو غوث الدین وايي، چې کله د غلام فاروق په نوم د دوی د مشر د وژل کېدو نه خبر شول، نو دوی هم ټول په ډزو ووژل.

غوث الدین وايي، چې دوی ونیول شول، نو داعشیان د پسه د غلا کولو په موخه د فېروز کوه ۴۰ کیلومټرۍ کې پروت غلمین نومي سیمې ته ورغلل، هلته د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په پایله کې د غلام فاروق په نوم د دوی قوماندان و وژل شو.

دغه ماشوم وايي، چې کله د دوی د قوماندان د مرګ خبر دوی ته رسيږي، نو شاوخوا ۹ بجې د شپې وي، چې ټول نیول شوي په یو کتار کې دروي او په ډزو يې وژني، خو د انتقام اخیستو حس او احساسات د دې لامل کيږي، چې مرمۍ د غوث الدین په پښه ولګيږي او غوث الدین هم له ویرې ځان پر ځمکه غورځوي.

دی کیسه کوي، چې څو لحظې ځان داسې پرمځکه غورځوي، چې ګوندې داعشیان په دې فکر کې شي، چې دی هم لکه د نورو په شان وژل شوی.

غوث الدین زیاتوي، چې څو تنه نور هم د ده په شان ټپيان شول، خو داعشیان پر هغوی له پوهېدو وروسته بیا ځلې ډزې وکړې، تر څو ووژل شول، خو بیا هم پر وینا يې دوی درې تنه ژوندي پاتې شول.

د غوث الدین مور رنګین وايي، چې څلور زامن لري او غوث الدین يې د کورنۍ یوازنی ډوډې پېدا کوونکی دی.

مور يې زیاتوي، که پر غوث الدین څه کېده نو نه پوهېدله، چې هغه مهال يې "څه خاورې په سر بادول".

وسله والو طالبانو سم د لاسه اعلان وکړ، چې د دغو ملکي وګړو وژل د دوی کار نه  دی او دوی په کې هیڅ دخالت هم نه لري.

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې د دغو ملکي وګړو د وژل کېدو قضیه به وڅېړي.

په دې عامو وګړو په ځانګړي ډول د غزني ولایت زیاتره اوسېدونکي توند غبرګونونه وښودل او په ټولیزه توګه يې په فېروز کوه ښار کې د وژل شویو د جنازې مراسم يې ترسره کړل.

د قربانیانو کورنۍ له حکومته غواړي، چې د دغې پېښې عاملین باید د خپل عمل په سزا ورسوي.

د غور ولایت د دغه ملکي وګړو مړي په ټولیز ډول د فېروز کوه ښار په کاسی سیمه کې د سړک پر غاړه خښ شول.

د قربانیانو کورنۍ وايي، چې د خپلو کورنیو غړي يې له دې امله د سړک پر غاړه خښ کړل، چې حکومتي مسوولین دې د دوی د قبرستان څخه له تېرېدو وروسته د مسوولیت احساس وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام