
د پروان ولایت امنیتي چارواکو وايي، دغه ولایت کې یې۳۰ ټنه د c-4 په نوم چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد زمان مموزي وویل، دغه چاودېدونکي توکي یې د بګرام ولسوالۍ په شاکای سیمه کې په یوې ډېپو کې موندلي دي.
دی وايي، د c-4 په نوم دغه چاودېدونکي توکي په ۳۰۰ سل کیلویي بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو.
د امنیې قوماندان وايي، تراوسه په دې تړاو څوک نیول شوي نه دي او دا هم معلومه نه ده، چې دغه توکي له څه وخت راهیسې دلته ځای پر ځای شوي وو.
په ورته وخت کې د پروان د والي ویاند وحید صدیقي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د قضیې په تړاو یو تورن کس نیول شوی دی.
د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ دغه راز وویل، د بګرام ولسوالۍ په اړوند یوه سیمه کې یې د چاودېدونکو یوه بله زېرمه هم موندلي؛ خو په دې اړه یې زیات جزیات ور نه کړل.





