طالبانو په فاریاب کې درې لمونځ‌کوونکي وژلي

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمدطاهر رحماني وايي، دوه کسان چې په طالبانو پورې تړلي، د دغه ولایت په میمنې ښار کې یوه جومات ته ورغلي او پر لمونځ‌کوونکو یې ډزې کړې دي.

دا پېښه بېګاه ماښام د فاریاب ولایت د مرکز میمنې اړوند په بي‌بي‌ایینه سیمه کې شوې ده.

د رحماني په وینا، په یاد برید کې درې لمونځ‌کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، په وژل شویو کې یو محلي قوماندان او دوه یې ساتونکي دي.

په همدې حال کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده پېښه کې ۵ لمونځ‌کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د فاریاب ولایتي امنیتي مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام