
د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د ملي وحدت حکومت له ټولو هڅو سره سره بیا هم هېواد له ناامنیو سره مخ دی او د دوی هڅې د پام وړ مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
اجرایه رېیس عبدالله عبدالله د استانبول په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د هېواد امنیتي وضعیت بدلون نه دی کړی د ترهګرو ډلې او د هغو فعالیتونه لاهم نه دي کم شوي.
ده ویلي د وسله والو طالبانو د جګړې اعلان، سولې ته د رسیدو په موخه د ملي یوالي حکومت پرژمنو کوم اغیز نه کوي.
عبدالله په استانبول کې د اسلامي کنفرانس غړو غړوهېوادونو ۱۳مې غونډې په څنډه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستان طالبان د سولې مخامخ خبرو حاضروي ؟ وویل، دغه مسله همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي تیره ورځ په استانبول کې له افغان خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه، چې لاهم وضعیت بدلون نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، چې له پاکستان سره په بشپړه توګه د اړیکو پرې کول او یا له هغه سره يوې منلې پایلې ته د رسېدل دواړه د افغان حکومت په لاس کې دي.
عبدالله دا هم وویل، چې طالبانو ډلې د جګړې اعلان، سولې ته د ملي یووالي حکومت رسېدو پرژمنو اغیز نه کوي.
اجرایه رېیس عبدالله عبدالله د هېواد له سیاستوالو غواړي، چې د طالبانو د جګړې اعلان پر وړاندې یو موټی او خپل غږ پورته کړی.
اجرایه رییس زیاتوي، د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو سازمان په غونډه کې وویل شول چې په راتلونکي کې د اسلامي نړۍ عالمان ددغه سازمان په مرسته د سولې او همپالنې په موخه یوه غونډه جوړه کړي، چې دا د افغانستان له پاره مناسب فرصت دی.





