د بلخ پر پېښه بغلان کې په نشه‌يي توکو روږدو د فاتحې مراسم پر ځای کړل

د بغلان ولایت د پلخمري ښار په نشو روږدو، د شاهین قول اردو د پېښې قربانیانو له‌پاره د فاتحې مراسم نیولي وو.

دغو روږدو وویل، د خپلو نشو د څوو ورځو لګښت یې سپما کړی او په بلخ کې د وژل شویو سرتېرو روح ته د دوعا په پاره راټول شوي دي.

نن ورځ په دې ولایت کې د سرتېرو روح ته د لاس لپه کولو له‌پاره شاوخوا ۲۵ تنه نشه‌یان راټول شوي وو.

دوی وویل، که حکومت یې درملنه وکړي؛ له امنیتي ځواکونو سره به یو ځای د طالب او داعش وسله والو په مقابل کې جګړه وکړي.

د پلخمري ښار اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې له امنیتي ځواکونو را وروسته نشه‌یان دویمه هغه ډله چې د امنیتي ځواکونو له‌پاره یې د فاتحې او دوعا مراسم پرځای کړل.

مولوي عبدالله وايي، دغه روږدي د نورو له‌پاره یوه روښانه بېلګه ده.

د سیمې د ګذر وکیل دین محمد جرات وویل، په زیاترو برخو کې مدني ټولنې سکوت کړی او مدني فعالان باید له دغو روږدو خپله زده‌کړه وکړي.

وسله والو طالبانو تېره جمعه په بلخ ولایت کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو داسې وخت کې برید وکړ، چې ټول سرتېري د جمعې لمانځه اداکولو په وخت جومات کې موجود وو.

په لومړیو کې د پېښې حجم کم ښودل شوی و، خو وروسته بیا د تلفاتو شمېرې زیاتې شوې. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۱۴۰ تنه سرتېري ووژل شول او ۱۶۰ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام