طالبانو په فراه کې ۲۲ دولتي سرتېري وژلي

دغه شمېر سرتېري د فراه ولایت د جوین ولسوالۍ په تخت‌تیوسک سیمه کې بېګا ماښام مهال وژل شوي‌دي. 

د فراه سیاسي فعاله بلقیس روشن وایي، دولتي سرتېري د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان د ورپېژندنې په موخه یادې ولسوالۍ ته روان وو چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

مېرمن روشن زیاتوي، په پېښه کې د جوین د نوي امنیه قوماندان محمداقبال په ګډون ۲۲ دولتي سرتېري وژل شوي‌ او د فراه د امنیت امر حاجي قادر په‌کې ټپي شوی‌دی.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي سلام وطندار ته د دې خبر په تایید سره وویل چې په‌‌دې پېښه کې د امنیې قوماندانۍ د اپراسیون امر محمدالدین، د جوین ولسوالۍ قوماندان، د ۵مې حوزې امر زیارمل، د فراه د ګلستان ولسوالۍ د ټولي قوماندان شبهاز خان او ۱۸ سرتېرې وژل شوي‌دي.

طالب ویاند قاري یوسف‌ احمدي ویلي چې پلویانو یې ۲۰ دولتي سرتېري وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام