جاهد: که لاس وهنه و نه شي، نو په ۶ میاشتو کې امنیت راوستلای شو

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، که د دغه وزارت په چارو کې لاسوهنه و نه شي تر راتلونکو شپږو میاشتو به په هیواد کې امنیت تامین شي.

نوموړی، چې په هیواد کې د امنیتي وضعیت په تړاو مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوی و زیاته کړه، که د پولیسو لیکو ته په جلب او جذب  کې سلیقوي چلند ونه شي ډیر ژر امنیت ټینګیدای شي.

د کابل په پل محمود خان سیمه کې د تیرې سې شنبې ځان مرګی برید او د هیواد په یو شمیر سیمو کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته ، نن مشرانو جرګې امنیتي مسوولین د ځواب ویلو په موخه وربللي وو.

هغه په دغه وزارت کې د کسانو پر ګومارنو کلکله نیوکه وکړه او د امنیت ټینګښت په برخه کې يې ددغه ارګان په کار کې پاتي راتګ لامل د قومي او حکومتي مشرانو لاسوهنه وبلله.

جاهد زیاته کړه، چې پر دولتي پوستونو ګومارنو کې د حکومتي او قومي مشرانو لاسوهنه ستره ننګونه ده او د پولیسو ستونزې نورې هم زیاتوي.

هغه وویل: "  زموږ پولیس د وړتیا، پوهې، تجربې، مسلک او کاري سابقې له مخې نه دي ټاکل شوي او ټول يې د اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي، چې دا مسله د کورنیو چارو وزارت له سترو ستونزو ګڼل کیږي".

د کورنیو چارو وزیر پر وینا، د دښمن ډير پام د هیواد شمالي سیمو ته و، چې دغه ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو پر خبره يې خپلې موخې ته ونه رسیدل.

د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال د ترهګرو ځپلو په موخه په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات روان دي.

هغه زیاته کړه:" په ټوله کې د نوي کال له پیل راهیسې هغه تحرکات چې دښمن پیل کړي ۱۲۵۱ مورده و، د هیواد په بیلابیلو سیمو او شمال کې، ځانمرګه بریدونه، چادونې او بمب ایښودنې وې، تر اوسه پورې د دښمن له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او نږدې ۵۰۰ نور ټپیان دي".

جاهد د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ زیاتیدو په اړه وویل، چې دغه کار په جګړه کې د امنیتي ځواکونو د بریا لامل شوی دی.

د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي امنیت ځای ناستي عمومي رییس مسعود اندرابي هم وربلل شوی و، خو اندرابي د سناتورانو پوښتنې د تړلو دروازو ترشا ځواب کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام