یوې جلۍ د کورنۍ د نه‌لرلو له امله ځان‌وژنه کړې

د غور ولایت امنیتي چارواکي د دې خبر له تایید سره وايي، چې دا جلۍ غریب ګل نومېږي او د فېرزوکوه د غلمین سیمې اوسېدونکې ده.

د غور ولایت د جنايي جرمونو مدیر عبدالهادي چهل سلام وطندار ته وویل، چې دې جلۍ د نږدې خپلوانو د نه‌لرلو پر بنسټ په زهري موادو ځانوژنه کړې‌ده. د ده پر وینا، غریب ګل تر اوسه د کاکا په کور کې اوسېدله.

د غور د جنايي جرمونو مدیر زیاته کړه، چې د پېښې په تړاو یې د غریب ګل د کاکا زوی، چې د کور سرپرستي ورترغاړې ده نیول شوی او پوښتنې ګروږنې ترې روانې دي.

په ورته وخت کې د غور د مرکزي روغتون سرطبیب ډاکټر لعلزاد سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه ناوخته مهال د دې جلۍ جسد د دوی روغتون ته ورلېږدول شوی.

د لعلزاد په خبره، غریب ګل د تېزابو په خوړلو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام