د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي، معلومات يې ترلاسه کړي ، چې د بهرنیو هېوادونو استخباراتي کړۍ په نظام دننه هڅه کوي، چې د سولې ترنامه لاندې ریښتېني افغانان وپلوري.
نوموړي، چې نن یکشنبې (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۳) يې د کندهار د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې خبرې کولې زياته کړه، نوی حکومت دې هېواد او هېوادوال د سولې په نوم قرباني نه کړي.
هغه زياته کړه، د ده سره کره اسناد شته، چې له مخې يې دا په اثبات رسيږي، چې پردي استخباراتو باندې د افغان امنيتي چارواکو خرڅول روان دي.
د کندهار امنیه قومندان اجراييه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې په دې غونډه کې حاضر و، مخاطب کړ او یادونه يې ورته وکړه، چې داسی وېډیويي اسناد لري، چې په کې د سولې له پاره د ځینو مخورو کسانو د وژولو پلانونه جوړیږي.
ده وویل، چې که د دولت خدمت او د خاورې ساتنه جرم وي، نو د افغانستان حکومت دې سزا ورکړي، خو په پردیو پنجابیانو يې وژل د زغملو نه دي.
عبدالرازق زیاته کړه، که چېرې دا تېروتنه وشي، نو د هېواد هره سیمه به د هلمند د سنګین ولسوالۍ غوندې ناامنه او دولت به يې ژغورلو ته حیران وي.
د دولت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق د خبرو په ځواب کې وویل، هیڅکله داسې سوله ورته د منلو وړ نه ده، چي په هغه کې د افغانستان او افغانانو ملي ګټې په خطر کې وي.
اجراییه رييس وايي، که سوله راځي، نو د ټولو هېوادوالو ګټې به په کې خوندي وي او په خبره يې سوله د همدې له پاره ده، چې افغانان له دې روان ناورین څخه وژغوري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې همدا نن د قطر پلازمینه دوحه کې د پګواش په نوم یوه نړېوال بنسټ د افغانستان سولې عالي شورا غړي، د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي استازي مخامخ خبرو ته سره کښېنولي دي.
د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو دا خبرې اترې غېر رسمي بللي او ویلي یې دي، چې د غونډې ګډونوال به د سولې په اړه خپل شخصي نظرونه څرګند کړي.





