دوستم: په کورونو کې د طالبانو پټېدو جګړه سخته کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې د عملیاتو په شپږمه ورځ وویل، چې دخلکو په کورونو کې د طالبانو پټېدو دې ډلې سره د امنیتي ځواکونو جګړه سخته کړې ده.

دوستم ویلي، د ترکمنستاني ځواکونو سره په هماهنګۍ د وسله والو طالبانوپه خلاف عملیات دوام لري، چې د جګړې د کړۍ راتنګېدو له امله ځېنې طالب وسله وال تېښتې ته اړ شوي دي او همدا ډول د امو سېند ته څېرمه یې لسګونه وسله وال کلابند کړي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وېنا، تر اوسه ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه یې نېول شوي دي، د امنيتي ځواکونو ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ قوماندانان یې ټپیان شوي دي.

 همدا ډول دوستم د جوزجان ولایت د خم اب، مردیان، منګجک او د اقچې ولسواليو له تصفیې وروسته د هېواد په ناامنه جنوبي ولایتونو کې د تصفیوي  عملیاتو خبر هم ورکړ.

د طالبانو یو نېول شوي وسله وال قاري محمود ویلي، چې په خم اب کې د عملیاتو د شدت له امله  ترکمنستان ته تښتېدلي و، چې په هغه هېواد کې د غذایي اړتیاو له مرستې وروسته بېرته را شړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې شمېر یې تر ۸۰ تنو پورې رسيږي، چې له هغې ډلې نږدې ۵۰ ملګري یې د قرقین ولسوالۍ له لارې بلخ ته اوښتي دي.

د خم اب ولسوال انجینیر احمد په دې ولسوالۍ د طالبانو د برید په اړه سلام وطندار ته وویل، چې برېدګرو د ولسوالۍ او امنیې قوماندۍ ودانۍ ویجاړې کړي او په ودانۍ کې پراته اسناد یې سوزولي دي.

په همدې حال کې احمد وايي، چې د دې ودانيو د جوړولو چارې به ژر پېل کړي.

خو بل خوا بیا د خم اب ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ د طالبانو د برید لامل د کمو امنیتي سرتېرو موجودیت په ګوته کوي او زیاتوي چې د ژمنې په رارسېدوسره د جګړو د زور له امله د دوی ستونزې یو په دوه شوي دي.

خو د جوزجان والي؛ چې د خم اب ولسوالۍ د وضعیت څېړنې له پاره هلته تللی وايي هرڅه به ژر سم شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام