
ولسمشر محمداشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په تریو تندي ملت ته ملت ته وینا وکړه.
داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستیو خبرو اترو نوموړی خواشینی او اندېښمن کړی دی.
ولسمشر په خپلو خبرو کې تر ژبې لاندې د بهرنیو ځواکونو وتل تایید کړل، خو زیاته یې کړه چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور باید د یوه پلان له مخې صفر ته را ټیټ شي.
که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو اساسي شرط دی، خو ولسمشر غني وویل، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د یوې هوکړې له مخې حضور لري او هېڅ افغان نه غواړي چې د تل لپاره یې په خاوره کې بهرنیان پاتې شي او اوسنی حضور یې د یوې اړتیا له مخې دی چې د یوه پلان پر بنسټ به صفر ته راټیټ شي.
.jpg)
محمداشرف غني ټینګار کوي چې سوله ژر، خو په تدبیر غواړوي. د نوموړي په خبره، که څه هم د سیمې هېوادونو د سیاستونو په اړه د سردار داوودخان ناخبرۍ او د نجیبالله د غولېدو تجربې ته یې پام دی، خو تلپاتې سوله به راشي او حکومت به د احتمالي پاشل کېدو ناروین مخه ونیسي.
ولسمشر وایي، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمني، پیاوړی مرکزي دولت، د افغانانو اساسي حقوق او ملي ګټې، هغه څه دي چې هېڅکله به پرې معامله و نهشي.
د غني په وینا، طالبان اوس دوه لارې لري؛ یا دې له افغانانو سره یوځای شي او یادې هم د بهرنیانو ګوډاګیان پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون ماښام د قطر په دوحه کې له طالب استازیو سره تر شپږ ورځینو خبرو اترو وروسته کابل ته راغی او د خبرو اترو جزیات یې له ولسمشر غني سره شریک کړل.





