غني: د خبریالانو قضیې شخصا زه پلټم

افغان ولسمشر غني د ټولو ولایتونو له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره په خبرو کې وویل، چې د خبریالانو امنیت ته به جدي پام وکړي او ټینګار یې وکړ، چې د خبریالانو قضیې شخصا دی پلټي او پر خبریالانو تاوتریخوالی نه شي زغملی.

ولسمشر وویل، چې د خبریالانو امنیت په برخه کې له ملي امنیت شورا سره نتیجې ته رسېدلی او ډېر ژر به په دې برخه کې اقدام وشي.

په دې غونډه کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجرایوي رییس دویم مرستیال محمد محقق، د ملي شورا غړیو د رسنیو استازو، د دولتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ګډون کړی وو.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې تېر ۸۰ کلونه د سانسور پېر وو او زیات خبریالان تبعید شوي وو، خو نن د دې کلتور د بدلون وخت راغلی دی.

غني وايي، چې ثبات یوازې د ده شخصي مسوولیت نه دی او خبریالان باید په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي غني د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خبریالانو ارزښت په اشارې سره وویل، چې "راتلونکې اونۍ له فساد سره د مبارزې نوی څپرکی پیلیږي."

ولسمشر په دې غونډې کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د ځانګړي بنسټ د جوړولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه بنسټ به له خبریالانو سره د اطلاعاتو په برخه کې د دولتي ادارو د نه مرستې کولو کلتور له منځه یوسي.

نوموړي خبریالانو ته د ځمکې وېش په اړه وویل، چې لومړی به د افغان امنیتي ځواکونو کورنیو او شهیدانو ته ځمکې ورکړي او بیا به خبریالانو ته د ځمکې وېش په اړه کارونه وکړي.

ولسمشر اطلاعاتو او کلتور له وزارت ته هدایت وکړ، چې د هغو لیکوالو او خبریالانو له پاره دې جایزې په پام کې ونیسي، چې د نثر، نظم او خبریالۍ په ډګر کې یې ځانګړي فعالیتونه کړي دي.

ولسمشر په دې غونډه کې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او د چابهار بندر درېیو اقتصادي تړونونو ته اشاره وکړه او یې ویل، چې دغه پروژې به افغانستان د سیمې په اقتصادي مرکز بدل کړي.

غني وویل، افغانستان د ځمکنیو زېرمو په برخه کې غني هېواد دی، زیاته یې کړه، چې د له دې زېرمو استفاده په افغانستان بېوزلي او غربت نابودوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام