
د بغلان جګړې د اردو قوماندان محمدامان مبین وايي، چې په دې ولایت کې په ۱۸ ورځو جګړې کې افغان امنیتي ځواکونو ۱۵۰تنه طالبان وژلي او ۱۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.
مبین نن (شنبه) په بغلان ولایت کې یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې جګړه کې د طالبانو درې مشهور قوماندانان هم وژلي دي.
د راپورنو پربنسټ د وژل شویو طالبانو په ډله کې د پاکستاني طالبانو او چیچنایانو جسدونه هم لیدل شوي دي.
په بغلان ولایت کې د خورشید۲۰ په نوم عملیات هغه مهال پيل شول، چې د بغلان په ډنډشهاب الدین سیمه کې طالبانو د برېښنا یوه ستن ونړوله.
د طالبانو له خوا د برېښنا پر نړول شویو ستنو پلازمېنې کابل ته د ترکمنستان وارداتي مزي پرې تېر شوې وو.
امنیتي ځواکونو تراوسه پورې په پوره ډول سیمه د طالبانو له وجوده نه ده پاکه کړې.
خو مبین وايي، چې د ډنډشهاب الدین په سیمه کې یې تازه عملیات پیل کړي دي، چې په نږدې وخت کې به کابل بیا په برېښنا روښانه شي.

په بغلان کې د نظامي عملیاتو قوماندان وايي، چې دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي، تر څو چې ډنډغوري او شاخوا سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړې نه وي.
دغه قوماندان زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو له لسو کم سرتېري ټپیان شوي او وژل شوي دي.
د بغلان والي ویاند محمد حقمل له سلام وطندار سره تېر اونۍ د برېښنا ستونزې په اړه په مرکه کې ویلي و، چې وسله والو طالبانو د ډنډشهاب الدین په بابا نظر سیمه کې د برېښنا دوه نورې پا یې هم ویجاړې کړي دي.
حقمل وویلي و، چې د برېښنا په نړول شویو پایو کې له تاجکستان هېواد نه کابل ته ۷۰ میګاواټه برېښنا تېره شوې ده، چې له دې وروسته به کابل ښار تر یو نامعلوم وخت پورې له برېښنا بې برخې وي.





