ولسي جرګې د هېواد په یوشمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول غزني او کابل کې د وروستیو ناامنیو په اړه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس استجواب کړي وو، خو یاد چارواکي د جرګې عمومي غونډې ته حاضر نهشول.
د امینتي ادارو مسوولانو د یادې جرګې دارالنشا ته په لېږلي مکتوب کې ویلي چې دوی د محرم میاشتې لهپاره په امنیتي تدابیرو بوخت دي او د جرګې غونډې ته حاضرېدلی نهشي چې د امنیتي مسوولانو دې کار د ولسي جرګې د یوشمېر غړیو توند غبرګون راوپاروه.
د ولسي جرګې غړی محمداقبال ساپی وايي، د امینتي مسوولانو بېکفایتي او بېمسوولیتي د غزني ښار نږدې سقوط او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتېدو لامل شوې ده.
د ساپي په وینا، هره ورځ د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه افغان ځواکونه وژل کېږي او د هغوی وینو ته د درنښت لهپاره باید امنیتي مسوولان استیضاح شي.
خو د ولسي جرګې غړی علياکبر قاسمي وايي، د امینتي مسوولانو په استیضاح او تبدیلۍ سره د هېواد په امنیتي وضعیت کې بدلون نهراځي.
د نوموړي په باور، د ملي یووالي حکومت په تېرو څو کلونو کې د پاموړ لاسته راوړنې نهدي لرلي او پهکار ده چې هېواد کې بنسټیز بدلون راشي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي هم دې جرګې ته د امنیتي مسوولانو پر نهحاضرېدو نیوکه کوي او وايي، هېواد کې هره ورځ محرم دی او د بېلابېلو پېښو له کبله شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوړي.
د ولسي جرګې استجوابیه غونډو ته د امنیتي مسوولانو نه حاضرېدل لومړی ځل نهدی، بلکې یادو مسوولانو تر دې وړاندې هم د دې جرګې استجوابیې غونډو ته له ورتګه ډډه کړې وه.





