د مشرانو جرګې نننۍ (یکشنبې) عمومي غونډې ته د افغاني سرې میاشتې د خيريه ټولنې له خوا په استول شوي لیک کې ليکل شوي و، چې له دې خېريه بنسټ سره دې هر سناتور په خپله خوښه او د خپل وس په اندازه مرسته وکړي.
کله، چې دا لیک د منشي د نایب له خوا په غونډه کې ولوستل شو، نو د ځينو سناتورانو له سخت غبرګون سره مخ شو.
سناتور نثار احمد حارث وویل، چې د سرې میاشتې له پاره ځانګړې بودیجه شته او د بهرنيو مرسته کوونکو نه هم مرستې را ټولوي، نو " نه باید دا شان سوالګري وکړي".
د هغه په خبره د سرې میاشتې خيرې ټولنې ته د «شرم» ځای دی، چې د يو مکتوب په واسطه ګدايي کوي.
افغاني سره میاشت هغه خېریه بنسټ دی، چې د پېښو پرمهال له بې وزلو او مجبورو کسانو سره په بیلابیلو برخو کې مرستي کوي.
د دغو سناتورانو د غبرګون سره سره بیا هم د مشرانو جرګې مشر او ځينو نورو پريکړه وکړه، چې باید د دغې بنسټ سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د جرګې غړې رڼا ترین د يادې جرګې پر رییس نیوکه وکړه، چې نه باید سناتوران مرستې کولو ته اړ ایستل شي.
په پای کې پريکړه وشوه، چې د هر سناتور له میاشتني معاش څخه باید ۱۰۰۰ افغانۍ د سرې میاشتې له ټولنې سره په مرسته کې وګرځول شي.
سره میاشت یو مرستندویه بنسټ دی، چې په افغانستان کې دخلکو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي، په ځانګړې توګه جګړې ځپلو سره، د روغتیا په برخه کې او هغو کوچنیانو سره هم مرسته کوي، چې په زړونو کې یې سوري وي.





