د مالیې وزیر: په کورني عواېدو کې ۵ سلنه لوړوالی راغلی دی

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ماليې وزیر محمد اکلیل حکیمي او د افغانستان بانک ځای ناستی لوی رییس خان افضل هډه وال وربلل شوی وو، چې د کورنیو عوایدو د کموالي، د بهرنیو اسعارو د لوړوالي، د کابل د یو شمېرهټېوالو د شکایتونو او دا، چې ولې وزیر د دې جرګې د اقتصاد د کمېسیون غونډې ته نه وو حاضرشوی ځواب ووایي.

دماليې وزير اکلیل حکيمي وویل، چې د دوی له لورې چمتو شوی د ۵ میاشتو پلان پر اساس له اټکله هم ۵ سلنه عواید لوړ شوي دي، چې دا د تېر کال د لومړيو ۵ میاشتو په پرتله ۷ سلنه لوړوالی ښيي

حکيمي د عواېدو د لوړوالي د لاملونو په هکله زياته کړه، دوی د لویو مالیه ورکونکو پخواني د قسط سیسټم له منځه یوړل، د منځنیو مالیه ورکونکو یې هم څارنه ډیره کړه، په وينا يې د ګمرکاتو په اړه یې څه بدلونونه راوستي او دمالیې د ورکړې سیسټم يې هم  برښانایي کړي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، هغه ګنګوسې چې ګواکې د مالیې وزارت په هټېوالو مالیه زیاته کړې رد کړې او و يې ویل، چې پخوا کوم دوکانداران، چې مالیه نه ورکوله اوس مالیه ترې اخیستل کيږي.

ده د خپلو څېړنو یوه بيلګه یاده کړه، چې پخوا د کابل ښار په ۷ مه ناحيه کې ټولټال له ۷۰۰ هټېو مالیه اخیستل کېده، خو په دې وروستيو کې دوی ته دا جوته شوه، چې باید له ۳ زرو هټېو څخه مالیه واخیستل شي.

دغه راز د مالیې وزیر د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمېسیون غونډې ته د نه ورتګ دلیل په خپلو دندو کې بوختيا وبلله او زياته يې کړه، چې هغه مهال دی د کابينې په نورو غونډو کې مصروف وو او پر خپل ځای یې مرستيال ليږلی وو.

د افغانۍ پر وړاندې د نورو اسعارو د لوړیدو په اړه یې وویل، د ګاونډویو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او روسیې د پېسو په پرتله اوس هم افغانی لوړه ده او ډالر، چې په نړېواله کچه لوړ شوی د تېرکال په پرتله د افغانۍ پر وړاندې ۴ سلنه لوړشوی دی، چې په وينا يې دا د اندېښنې وړ خبره نه ده.

خو د مالیې د وزیرځوابونه یوشمیر وکیلانو ته د قناعت وړ نه وو. د ملي اقتصاد د کمېسیون غړی محمد هاشم وویل، تاسو پخوا ژمنه کړې وه، چې په ۵ میاشتو کې به د مالیې د وزارت اړوند ستونزی هوارې کړي او ليدل کيږي، چې اوس په دغه وزارت کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د مالیې وزیر هرات د تګ له کبله نه شول کولی، چې د وکيلانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ووايي، نو د افغانستان بانک ځای ناستي رییس په ګډون دې د راتلونکې شنبې ورځې غونډې ته یوځل بیا را وغوښتل شي او د وکیلانو پوښتنو ته دې  ځواب ورکړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام