د ولسي جرګې غړو د سترې محکمې غړيتوب له پاره په لومړي ځل یواځينۍ ور پيژندل شوې ښځينه کاندېدې ته د باور رایه ور نه کړه.
ددې جرګې عمومي غونډې ته نن چهارشنبې د (جولای په ۸مه) سید یوسف حلیم او انیسه رسولي د سترې محکمې د غړیتوب او خلیل الله صدیق د افغانستان د مرکزي بانک د ریاست له پاره د تایيد رایو د اخیستلو په موخه ورپېژندل شوي وو.
د رايې اچونې په پایله کې خلیل الله صدیق او سید یوسف حلیم په ترتیب سره د مرکزي بانک د ریاست له پاره او د سترې محکمې د غړي په توګه د تایید رایې واخیستلې، خو انیسې رسولي ونه شوی کړی، چې د ولسي جرګې له لوري په ټاکل شوې اندازه رایو بریالۍ شي.
انیسه رسولي د ۸۸ تاید رایو، ۸۳ رد، ۱۴ سپینو او ۷ باطل رایو په اخیستلو سره د ولسي جرګې له خوا رد شوه.
سید یوسف حلیم د ۱۰۳ تاييد رایو، ۷۳ رد، ۱۳ سپينو او ۴ باطلو رایو په اخیستلو سره د ولسي جرګې له لوري د سترې محکمې د غړي په توګه تایید شو.
خلیل الله صدیق د ۱۰۰ تایید رایو، ۷۶ رد، ۱۰ سپينو او ۷ باطلو رایو په اخیستلو سره د افغانستان د مرکزي بانک رییس شو.
انیسه رسولي یواځينۍ ښځه وه، چې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر غني له خوا د سترې محکمې د غړې په توګه معرفي شوې وه، خو ویل کېږي، چې ولسمشر به بیا هم یوه ښځه د دغې څوکۍ له پاره ولسي جرګې ته د تایید رایو د اخیستلو په هدف ور وپېژني.
د ولسي جرګې منشي د رسولي د رد یولامل په غونډه کې د ډیرو ښځینه وکیلانو غیرحاضري په ګوته کړه.
باید وویل شي، چې په نننۍ غونډه کې ۲۱ ښځینه وکیلانې غیرحاضرې وې.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ له ولسمشرڅخه غوښتنه وکړه، چې پرځای یې بله ښځینه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د عالی شورا غړیتوب له پاره ور وپېژني.
هغې زیاته کړه، چې د انیسې په حق کې جفا وشوه.
تردې وړاندې کله، چې سترې محکمې ته نوماندان د ولسمشرد دویم مرستیال له خوا ولسي جرګې ته وروپیژندل شول، نو په هغې ورځ ځینو وکیلانو دا ویلي وو، چې د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځینه شتون له شرعي پلوه ستونزه لري او نه باید يوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا غړې وي.





