دفاع وزارت تر ۲۰۲۰ز کاله پورې د اردو مالي ملاتړ جذبولو له پاره هڅې کوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې له ۲۰۱۷م ز کال وروسته د ملي اردو د ملاتړ له پاره هڅې روانې دي.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي د افغانستان، امريکا او ناټو ترمنځ لومړنۍ ګډ امنيتي هوکړه لیک د کمېسيون په غونډه کې زیاته کړه، چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته امریکا ژمنه کړې، چې له افغان امنيتي ځواکونو څخه به له ۲۰۱۷م ز کال وروسته هم مالي ملاتړ وکړي.

ستانکزي وویل، اوسمهال د افغانستان دفاع وزارت په دې هڅه کې دی، چې تر ۲۰۲۰ م ز کاله پورې له افغان ملي اردو څخه د نړېوالو مالي ملاتړ جذب کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنيتي هوکړه لیک له مخې، د ملي اردو د هوايي ځواک، د تجهیز، مالي ملاتړ او پياوړتیا په برخو کې مقدماتي کارونه ترسره شوي دي.

بل خوا په افغانستان د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جان کمبل په دې غونډه کې وویل، چې د امنيتي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به افغانستان د منظم اردو خاوند شي.

کمبل زیاته کړه، چې بهرني ځواکونه به د دښمن د ګواښونو د له منځه په هدف له افغان امنيتي ځواکونو سره ولاړ وي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام