ملک نوراغا: په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د برید سندونه لرم

د ننګرهار په پېښې ولسوالي کې د پرونۍ پېښې یو عیني شاهد سره له دې چې ټپي و، خو له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، د پروني ځانمرګي برید غږ او د جنازې په ځای کې د انسانانو د وجود په وینو لړلې غوښې به یې هېرې نه شي.

شاوخوا درویشت کلن احمد د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ هغه ولسوالي چې پرون دوشنبه د لسګونو انسانانو د وژنې او ټپي کېدو شاهده وه.

ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځان پورې تړلیو توکیو ته چاودنه ورکړه چې کله سلګونه خلک د دغې ولسوالي د محلي پولیسو د مخکیني مشر په جنازه ورټول وو.

ولسي وګړي وايي، د ګڼو خلکو په منځ کې د بریدګر پېژندل ستونزمن کار دی، خو زیاتوي چې په جنازه ورټول خلک د لسګونو نورو جنازو شاهدان پاتې شول.

د کوز کونړ ولسوالي یو قومي مشر نورمحمد د سترګو لیدلی داسې بیانوي: «صفونه مو تړل چې دغه وخت کې یو ګړز وشو، دغه ګړز سره اندازې نه زیات خلک پراته وو، مړی ژوندی نه پېژندل کېده، د ټولو رنګونه اوښتي وو، یوه غم انګېزه پېښه وه، له هغې وروسته ډزې هم پیل شوې.»

د ننګرهار روغتیايي چارواکیو ویلي، د ننګرهار د ښېوې له پېښې د دغه ولایت روغتونونو ته ۳۲ جسدونه او ۱۳۳ ټپيان ور وړل شوي وو چې نیمايي یې رخصت کړي او د پاتې نورو روغتیايي حالت ښه دی.

په وژل شویو کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړی عبدالله لالاخان ملکزی او په ټپیانو کې یې پلار او ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ملک قیس نوراغا ملکزی شامل دي.

د ښېوې ولسوالي اوسېدونکي د وسله‌والو په مقابل کې د حکومت پر پڅ دریځ نیوکه کوي او وايي، حکومت دې د جګړې ځواب پر جنګ ورکړي.

بل لور ته د ولسي جرګې غړی او د ولایتي شورا د وژل شوي غړي پلار ملک قیس نوراغا ملکزی وايي، په ښېوه کې د پروني برید ټول اسناد او شواهد لري او په وینا یې، باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړل شي.

د ننګرهار چارواکيو ویلي، د ښېوې پېښې څېړنه به په ولایتي او مرکزي کچه کېږي.

د دوشنبې په ورځ پلازمېنې کابل کې هم پر یوه روغتون وسله‌وال برید د نوزېږو ماشومانو او ناروغو مېرمنو په ګډون، د ۲۶ ملکي وګړو ژوند واخیست.

د کابل او ننګرهار پرونۍ پېښې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونو سره مخ شوې. د ولسمشر او پخواني اجراییه رییس په ګډون، د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیل‌زاد، د امریکا باندنیو چارو او دفاع وزارتونو ، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي او د بشري حقونو سازمانونو یاې پېښې غندلي او پر ماشومانو، مېرمنو او لمونځ کوونکيو بریدونه یې نه بښونکي اعمال بللي دي.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په پرونیو پېښو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکو ویلي، وسله‌والو طالبانو نورو ترهګریزو ډلو ته د فعالیت لار هواره کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام